د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ خبر ورکړی، چې د «بيبيسي» نړیوالې شبکې پر وړاندې یې د غرامت دعوه وروستۍ شوې او له دې بنسټه يې له یوه تر پنځو میلیاردو ډالرو پورې تاوان غواړي.
د برتانیا تلګراف ورځپاڼه کاږي، چې ټرمپ دغه څرګندونې د ایرفورس ون په الوتکې کې له خبریالانو سره په خبرو کې کړي دي.
ټرمپ ویلي: “موږ پر هغوی دعوه کوو. له یو میلیارد څخه تر پنځو میلیارد ډالرو پورې. ډېره امکان لري چې دا پروسه په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي.”
تلګراف زیاتوي، ټرمپ د دې ورځپاڼې له څېړنیز راپور څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې همدغه راپور د ده حقوقي دعوې ته مهم ادرس ورکړی دی.
ټرمپ دا ځل پر «بيبيسي» د هغه څه له امله دعوه کړې، چې د نوموړي په وينا، د روان ميلادي کال د جنورۍ په پنځمه يې په «پاناروما» پروګرام کې وينا تحريف کړې ده. ټرمپ ادعا کوي چې خپرونه کې يې د ده خبرې په قصدي توګه بدلې کړې دي.

