ډېر لوستل شوي

د غزني ښاروالۍ د نوې څلورلاري چارې په رسمي ډول پیل کړې

د غزني ښاروالۍ د يو ملي سوداګر په مالي ملاتړ د ولایت مقام ته څېرمه د نوي څلورلاري د جوړولو چارې د يو ميليونه افغانيو په ارزښت رسمي پیل کړې دي.

د غزني والي مولوي عبدالصمد جاويد د خصوصي سکتور ونډه د ښار د پرمختګ لپاره خورا مهمه بللې او زیاته کړې يې ده، چې د غزني ښکلې بڼه د ټولو ښاریانو ګډه غوښتنه ده.

د يادې ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، د غزني ښاروال مولوي سردارولي ثابت د ملي سوداګر له دې رغنيز اقدامه مننه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې د ښاروالي رهبري هڅه کوي، څو د خصوصي سکتور او ښاریانو په همکارۍ غزني یو پاک، منظم او ښکلی ښار کړي. ښاغلي ثابت زياته کړې، چې د ولایت مقام نوې څلورلارې به د ښار د ښاري ښکلا ترڅنګ د ترافیکي نظم او ښاري خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې یو مهم بدلون رامنځته کړي.

اړوند خبرونه