ډېر لوستل شوي

د کانګو مسو کانو کې لسګونه کارګر وژل شوي

د افريقا په مرکزي برخه د کانګو په يو لوی مسو کان کې د رامنځته شوې ګډوډۍ او ډله‌ييز تېښتې له امله لسګونه کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د کان په سيمه کې د پوځيانو د ډزو له امله ناڅاپه وېره خپره شوې او زرګونه کارګر په ګډه د تېښتې پر مهال تر پښو لاندې شوي دي.
د کانګو د کوچنيو او لاسي کانونو د ملاتړ ادارې يو چارواکي رويټرز ته ويلي، چې تر اوسه لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور په سخت حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکي زياتوي چې د ګډوډۍ پر مهال يو پل هم نړېدلی، او ډېری قربانيان په همدې شېبه کې د ګڼې ګوڼې له امله د يو بل تر پښو لاندې شوي دي.
اټکل کېږي چې په ياده سيمه کې له ۱.۵ تر ۲ ميليونو پورې کارګران په مختلفو لاسي او کوچنيو کانونو کې کار کوي.

اړوند خبرونه