ډېر لوستل شوي

هند کې د نوې ډیلي خونړۍ چاودنې په تړاو یو کس نیول شوی

د هند د ترهګرۍ ضد فدرالي ادارې خبر ورکړی، چې د نوې ډیلي په سرې کلا سیمه کې د وروستۍ خونړۍ چاودنې په تړاو یې د کشمیر یو اوسېدونکی نيولی دی.
چارواکو ویلي، چې نیول شوی کس امیر رشید علي نومېږي او د کشمیر اوسېدونکی دی. نوموړی تېره ورځ په نوي ډیلي کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
په نوې ډیلي کې د موټر بم دغه مرګونې چاودنه د لړم په ۱۹مه د سرې کلا په سيمه کې شوې وه، چې په پايله کې يې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د هند د ترهګرۍ ضد ادارې وايي، پلټنې روانې دي او ممکن له دې نيول شوي کس سره د پېښې په تړاو نور کسان هم ونيول شي.

اړوند خبرونه