پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان په نوټال سیمه کې د جعفر اېکسپرېس رېل پټلۍ د نامعلومو کسانو له لوري په بمونو الوځول شوې ده.
راپورونه وايي، جعفر اېکسپرېس اورګاډی چې له کوېټې څخه پېښور ته روان و، د نوټال سیمې له تېرېدو څو شېبې وروسته چاودنه رامنځته شوې ده.
د پېښې د مرګژوبلې په تړاو تر اوسه رسمي جزئيات نه دي ورکړل شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د ناامنيو له امله په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس اورګاډی په نښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم څو ځل پرې بريدونه شوي او ګڼ دولتي کارکوونکي يې له منځه پکې وړي.

