ډېر لوستل شوي

افغانستان په لومړيو شپږو مياشتو کې د ۸۵۰ ميليون ډالرو په ارزښت مېوې صادرې کړې

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، چې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغانستان وچو او تازه مېوو صادرات د ۸۵۰ ميليون ډالرو ارزښت ته رسېدلې دي.
د دې معاونيت د معلوماتو له مخې، ياد صادرات هند، روسيې، تاجيکستان، چين، قزاقستان، سعودي عربستان، قطر، ايران، متحده عربي امارات، اوزبيکستان او يو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوي دي.
مسوولين زياتوي، په وچو مېوو کې انځر، پسته، بادام، چهارمغز، جلغوزه، ممېز او نور ډولونه شامل دي. همدارنګه په تازه مېوو کې انار، انګور، مڼې، خټکي، زردالو، ګېلاس، ناک، هنداوڼې او نورې موسمي مېوې بهر ته لېږل شوې دي.
د مسوولينو په وينا، دا صادرات د ځمکنیو لارو ترڅنګ د هوايي دهلېز له لارې هم ترسره شوي دي.
اقتصادي معاونيت ټينګار کوي، چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د صادراتو د ودې لپاره ځانګړې هڅې کړي، چې پايله یې اوس د صادراتو د کچې په څرګند زیاتوالي کې لېدلی کېږي.

اړوند خبرونه