د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سيند د نفتي حوزې د قشقري سیمې د ۱۸ زره ټنو خامو نفتو داوطلبي په بریالیتوب سره ترسره شوې ده.
د ياد وزارت په وينا، داوطلبي د هایدروکاربنونو د تنظیم عمومي رئیس ملا محمد اسرائیل مسلم او د کمېټې د غړو په شتون کې شوې ده.
سرچينه زیاتوي، په دې داوطلبي کې د نفتو تصفیه خونو یولسو شرکتونو برخه اخیستې وه. د ارزیابۍ له پایلو سره سم، د حیرتان ترمینل سروېس شرکت د مثبت ۱۶ لوړ قیمت په وړاندې کولو سره د ۱۸ زره ټنه خامو نفتو ګټونکی شرکت اعلان شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه بهیر د شفافیت او عادلانه سیالۍ په اصولو ولاړ ترسره شوی او راتلونکې قرارداد به د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته لاسلیک شي.

