پاکستان کې د اساسي قانون د بېرته رغولو او د پوځ د پراخ واک پر ضد د څو ګوندونو ګډ اپوزیسیون جوړ شوی دی.
پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، دغه اپوزیسیون نن سهشنبه له پارلمان تر سترې محکمې پورې د لاریون خبر هم ورکړی، څو د اساسي قانون په اړه خپل اعتراضونه ثبت کړي.
سرچينې زیاتوي، دا ګډ اپوزیسیون د اساسي قانون د ۲۷م هغه تعدیل پر ضد چې پوځ ته نور واک هم ور زيات کړي راټول شوی دی. په ورته مهال، د همدې تعدیل په غبرګون کې د پاکستان څلور لوړپوړو قاضیانو د استعفا ورکولو قصد هم کړی دی، چې د سیاسي او قضایي کړکېچ د ژورېدو نښه بلل کېږي.

