ډېر لوستل شوي

د فلسطيني کډوالو پر کمپ د اسرائيلي برید له امله ۱۳ کډوال شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي

په سویلي لبنان کې د فلسطیني کډوالو پر «عین‌الحلوه» کمپ د اسرائيلو هوايي برید د ۱۳ تنو د شهادت او د ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو لامل شوی دی.

اسوشيټېډ پرېس راپور ورکړی، چې برید د صیدون سمندري ښار په څنډه کې د کمپ اړوند د یوې جومات په تم‌ځای کې د ډرون الوتکې په وسيله شوی دی.

د برید ځای هغه پارکینګ ښودل شوی، چې ګڼ کډوال یې د تګ راتګ او عبادت ته د تلو پر مهال کاروي.

د راپورونو له مخې، د برید له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېر د زیاتېدو اندېښنه هم شته.

د اسرائيلي رژيم پوځ بیا ادعا کوي چې دوی د حماس یو روزنیز مرکز په نښه کړی چې د دوی په وینا د اسرائيل پر ضد د بریدونو د پلان جوړولو لپاره کارول کېده.

اړوند خبرونه