پاکستاني پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې، چې د لړم په ۲۷مه د اسلاماباد په راولپنډۍ سیمه کې د اډیاله زندان شاوخوا نیول شوې وې، له څو ساعتونو بند وروسته بېرته خوشې کړې دي.
د عمران خان خور علیمه خان په داسې مهال پوليسو نيولې، چې د «اډیاله» زندان ته څېرمه د خپل پرلت له پای ته رسولو انکار کړی و. نوموړې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د ملاقات د اجازې نه ترلاسه کولو په غبرګون کې دغه احتجاجي ناستې ته دوام ورکړې و.
پولیسو د وضعیت د کنټرول لپاره علیمه خان او د هغې دوې خویندې تر لنډ مهاله بند وروسته خوشې کړې او سیمه یې د هر ډول احتمالي ګډوډۍ له امله د امنیتي ځواکونو تر کلک څار لاندې نيولې ده.

