رویټرز د خپلو سرچینو په حواله ويلي، امریکا د سعودي عربستان لپاره د اېف–۳۵ جنګي الوتکو په طرحه او تجهیز کې هغه نیمګړتیاوې پټ کړي وې چې اوس یې جزیات بربنډ شوي دي.
په راپور کې راغلي، ریاض ته ځانګړې شوې الوتکې د اسرائیلو لپاره جوړو شویو اېف–۳۵ الوتکو په کچه پرمختللي جنګي وسایل او سیستمونه نه لري.
سرچېنو ویلي، دا توپیر د هغه امریکايي قانون د مراعات لپاره ساتل شوی چې د منځني ختیځ په سیمه کې د اسرائیلو پوځي برتري خوندي کوي. امریکايي چارواکو هم دا خبره تأیید کړې او منلې یې ده چې سعودي ته وړاندیز شوې الوتکې د اسرائیلي نسخو پرمختللي تجهیزات نه لري. په ورته مهال، د صهیونیستي رژیم هوایي ځواک اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې پر سعودي عربستان د اېف–۳۵ جیټونو پلور به د اسرائیلو د هوایي ځواک پر برتري منفي اغېز وکړي.

