د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصلاباد ښار کې د کیمیاوي توکو په یوې کارخونه کې د اورلګېدنې له امله څلور تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې امنیتي او ملکي چارواکي وایي، چې د اور د پراختيا له امله د کارخونې ترڅنګ د نږدې کورونو څو چتونه هم نړېدلي دي.
ژغورنیزو ټیمونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سملاسي عملیات پیل کړي، خو دغه مسوولين اندېښنه څرګندوي چې ښايي لا هم یو شمېر کسان د ویجاړیو لاندې ګیر پاتې وي، او د هغوی د لټون هڅې روانې دي.
چارواکي وايي چې د اورلګېدنې د اصلي لامل د معلومولو په اړه هم څېړنې روانې دي.

