د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هېواد د پلازمینې د احتمالي لېږد په اړه تازه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د تهران د شدیدې ګڼې ګوڼې او د اوبو د ژور بحران له امله اړ دي، پلازمینه بل ځای ته انتقال کړي.
پزشکیان وایي چې تهران سږ کال د ورښت کمښت سره مخ دی، او د شته راپورونو له مخې په تېرو سل کلونو کې دومره لږ باران نه دی شوی. د هغه په وینا، د اوبو د موجودې ستونزې د حل لپاره نور مناسب بدیلونه نه شته.
د ایران ایرنا دولتي اژانس د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر پزشکیان له قوله راپور ورکړی چې ویلي یې دي: “حقیقت دا دی چې بله هیڅ چاره نه لرو. دا یو ضرورت دی چې پلازمېنه بل ځای یوسو. د دې سیمې د اوبو ستونزه نه شو هوارولی.”
پزشکیان مخکې هم د پلازمینې د لېږد لپاره د نوې سیمې د ټاکلو وړاندیز کړی و.
نوموړي د دې میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې که باران ونه شي، ښایي تر ژمي وړاندې تهران تخلیه شي، خو د دې احتمالي پلان په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

