ډېر لوستل شوي

پر اوکراين د روسیې وروستي برید له امله پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي

د اوکراین د زاپروژيا والي ایوان فیدوروف پر خپله ټېليګرام کې ويلي، چې روسيې د دغه هېواد په سوېل ختیځ ښار زاپروژیا کې بريد کړی او له امله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

فیدوروف د برید د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو اوکرایني چارواکو تر دې مخکې د روسیې د لارښود بمونو د زیاتېدونکو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

زاپروژیا د اوکراین یو مهم صنعتي ښار دی چې د جګړې له لومړۍ کرښې یوازې شل کیلومتره لرې پروت دی، او په وار وار د روسي ځواکونو د بریدونو هدف ګرځي.

اړوند خبرونه