ډېر لوستل شوي

پاکستان سره د سوداګرۍ د بیا پیل اړتیا شته!؟

د هېوادونو اقتصادي پالیسي او پرېکړې یوازې اقتصادي محتوا او ارزښت نه لري؛ بلکې د همدې پرېکړو تر شا سیاسي، ټولنیزې، کلتوري او ستراتیژیکې موخې هم پرتې دي. له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې درول یوه ستره او ننګوونکې پرېکړه وه. په دې تړاو د هېوادوالو او حتی د اقتصادي چارو د شنونکو ترمنځ د لیدلوریو بدلون هغه څه و چې د ولسونو تشویشونه یې پیدا کړي وو. بې له شکه چې دا موضوع ننګوونکې وه او په سیده او ناسیده ډول یې خلک په وهم او د پېرلو د نه‌ځواک په ډار کې اچولي وو او تاکیداً چې ددې پرېکړې زیان نادارو او بې وسو خلکو ته رسېده. خو کله ناکله حکومتونه اړ شي چې دومره سترې پرېکړې وکړي او د خدای تعالی د توکل په مټ یو څه سخت او لنډمهالي زیان ته تن کېږدي. د هېوادوالو او خواله رسنیو د کاروونکو ترمنځ دا پرېکړه ډېره لاس په لاس شوه او په اړه یې هر چا خپل لیدلوری درلود. چا دا پرېکړه ملي وقار او ځان بسیاینې ته د رسېدو یوازینۍ لاره بلله، چا به د کورني تولید د بډاینې یو زرین چانس یاداوه او ځینو به ویل چې ښایي کورني بازارونه به ورسره نوساني شي او ښایي د انفلاسیون کچه لوړه شي.  له پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز یو ساده اقتصادي اقدام نه، بلکې یو ژور سیاسي او ستراتیژیک اقدام و. لنډمهاله اغېزې یې اقتصادي فشار، د بیو لوړېدل او د خلکو بې وسي ده. خو که دولت د بدیلو لارو پراختیا، د تولیدي سکټور ملاتړ او د بازار منظم مدیریت ته لا هم توجه ډېره کړي، نو دا پرېکړه د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ او کورني تولید د پیاوړتیا لپاره پر یو مهم فرصت هم بدلېدای شي.

که څه هم تراوسه په څرګنده او نوساني توګه د افغانستان په کورنیو بازاراونو کې اړودوړ او نامتوازنتیا نه ښکاري او دا ددې زېری راکوي چې افغانستان اوس په بشپړه توګه له اقتصادي انزوا راوتی او د بدیلو لارو په کارونه او مدیریت حاوي دی. دا سمه ده چې د افغاني بازارونو لپاره تر ټولو کم‌لګښته، ارزانه او اقتصادي توکي پاکستاني صادرات دي او له دې لارو پرته بله هره لاره د افغانستان لپاره یو څه لوړه پرېوځي. دا ځکه چې یادې نورې لارې اوږدې، ټرانسپورټي لګښتونه یې لوړ او لا هم نوې دي. خو دا په دې مانا نه ده چې پاکستان دې هر ډول فرمایشات له افغانستان سره په اقتصادي راکړه ورکړه پورې وتړي.

په خواله رسنیو کې تېره ورځ ویل کېدل چې ښایي د تورخم لاره بېرته پرانیستل شي. خو افغان حکومت بیا ځلې په ټینګار ویلي چې له پاکستان سره به سوداګریزې لارې تر هغې تړلي وي چې له مقابل لوري درانه تضمینونه ورنه کړل شي او دا ومني چې بیا به دا دروازه په جګړې او عادي حالاتو کې نه تړي. په دې اړه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند ویلي، « که پاکستان لارې خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصیږی چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي او دا لاره خلاصول به په داسې تضمین سره خلاصیږي چې که بیا ټک کېده، که هره بله کېده، بیا به دا لاره نه بندیږي او باید خلاصه وي. که د جنګ په حالاتو کې و، که همداسې په عادي حالاتو کې و، که زموږ د مېوو د موسم په حالاتو کې و. داسې به نه کیږي چې د دوی د حاصلاتو او مېوو وخت وي، د دوی راراوان وي او زموږ چې د مېوو وخت شي په یوه بهانه نه بله بهانه لارې وتړل شي. »

اوس پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم له پاکستان سره د سوداګرۍ مقاطعه مو د کورني تولید بنسټونه پیاوړي کولای شي او د بدیلو لارو اغېزمنتیا څومره حس شوې؟

له شک پرته چې له پاکستان سره سوداګریز پرېکون کولای شي چې افغان او بهرني پانګوال او سوداګر دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې دننه د هغو توکو د تولید کارخونې پرانیزې چې پخوا له پاکستان څخه راواردېدل. په دې سره د ځایي توکو د تولید تجربه وده کوي، صنعتي سکټور ورسره غوړیږي او افغان ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونه په لاس ورکوي. همداشان یاد ګامونه کولای شي چې  د کورني صنعت د پانګونې انګېزه لا پیاوړې او ژوندۍ وساتي. د نړیوال اقتصاد تیوري دا ښیي چې د وارداتو د کچې ټیټول، کولای شي چې د یوه هېواد کورني تولید ته وده ورکړي. د بېلګې په توګه به یوازې د یوه قلم توکو په تړاو خپله تجربه شریکه کړو. پاکستان ته تېرکال د هلمند زرګونه ټنه پنبه صادره شوې وه. مانا موږ خام مواد دوی ته ارزانه په لاس ورکړل، خو دوی بېرته همدا خام مواد په خپلو کارخونو کې په پخو موادو واړول او د ټوکر او جامو په بڼه یې بېرته افغانستان ته صادر کړل. که کوم افغان او یا بهرنی پانګوال د ټوکر په برخه کې افغانستان کې پانګونه وکړي، نو له شک پرته به بهرنیو ټوکرانو ته اړتیا راټیټه شي او له یادو ټوکرانو به اررزانه هم پرېوځي. دا ځکه چې خام مواد  مو په کوردننه شته، کاري انرژي هم لرو، د حکومت ملاتړ هم شته او هم د مالیاتو په برخه کې د پام وړ معافیت شته.

اوس به د بلې پوښتنې حل ته راشو. ایا له پاکستان پرته غوره شویو بدیلو لارو اغېزمنتیا حس شوې؟ ددې پوښتنې ځواب د سوداګرۍ او صنعت وزارت له ادرسه اخلو.  د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې د چابهار بندر له لارې د مالونو لېږد، له پاکستان سره د تړلیو لارو ښه بدیل دی او تر ډېره پورې یې یاده تشه ډکه کړې ده. د چابهار او بندر عباس هغه لارې دي چې د افغانستان توکي تر هندوستان، عربي او افریقايي هېوادونو رسوي.

همدارنګه د پاکستان پر ځای له منځنۍ اسیا سره غوړېدلې اړیکې هغه بدیل دی چې د پاکستاني توکو او بازارونو تشه یې خورا ښه ډکه کړې ده. له قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، روسیې او ترکمنستان څخه د نفتي توکو او لومړنیو خوراکي توکو واردولو د پاکستاني مارکېټ ځای نیولی دی. ددغو بدیلو لارو ګټه دا ده چې افغانستان له یوې جغرافیایي انحصار څخه وځي او خپل اقتصاد د یوې دروازې تړل کېدو سره نه دروي. په پای کې ویلای شو چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د پرېکون له فرصت باید زرینه استفاده وشي. د هغو توکو کارخونې دې فعاله شي چې له ګاونډي هېواد راواردېدل.  همدارنګه دې د ریل پټلیو او هوایي دهلیزونو پر ودې لا ډېر کار وشي، د بدیلونو پر زیاتولو کې دې هڅه او هاند وشي. همداشان دې یاد فعالیتونه له نږدې او وخت په وخت مدیریت شي. باوري یو چې افغان ملت د ملي ګټو په پالنه کې له خپل حکومت سره تر څنګ ولاړ دی او د یوې روښانه اقتصادي راتلونکي لپاره په دې برخه کې هرډول ننګونې زغملی شي.

اړوند خبرونه