ډېر لوستل شوي

تېره اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې له ۱۵۳ زرو ټنو ډېر توکي انتقال شوي

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، په تېره اوونۍ کې د لړ مياشتې له ۳۰مې د ليندۍ تر شپږمې پورې د هېواد د رېل‌پټلۍ له لارې ټول‌ټال ۱۵۳ زره او ۳۹۳ مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.

د ښاغلي حق‌شناس په وينا، د حیرتان له بندره ۱۰۸ زره ۷۲۲ ټنه، له آقینې ۱۰زره ۴۲۱ ټنه، له تورغونډۍ لارې ۱۹زره ۸۶۷ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴ زره ۳۸۳ ټنه نفتي، غير نفتي او نور سوداګريز توکي انتقال شوي دي.

نوموړی زياتوي، په دې موده کې ۶۳ ټنه توکي صادر شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه جوړوي. وزارت ټینګار کوي چې سوداګرو ته د لا بېړنیو اسانتیاوو برابرولو او د انتقالاتو د چټکتیا لپاره هڅې روانې دي، څو د رېل‌پټلۍ د بار لېږد ظرفیت نور هم لوړ شي.

اړوند خبرونه