ډېر لوستل شوي

آریانا افغان هوايي شرکت د کارګو چارټر الوتکې تړون نهايي کړی

آریانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی چې د یوې چارټر کارګو الوتکې تړون یې نهایی شوی او دغه الوتکه به ډېر ژر هېواد ته را ورسېږي.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي چې دغه کارګو الوتکه به د هېواد د سوداګرو لپاره د لېږد رالېږد په برخه کې ځانګړې او ګړندۍ لارې پرانیزي.

د نوموړي په وینا، د دې الوتکې په رارسېدو سره به د صادراتو او وارداتو بهیر هم چټک او هم اسانه شي او د سوداګرو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به مهم اغېز ولري.

د آریانا مسوولین وایي چې دغه ګام به د هېواد د هوايي ترانسپورټ د ظرفیت د لوړولو تر څنګ، د افغانستان د سوداګریزو دهلیزونو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا یوه مهمه وسیله هم وي.

اړوند خبرونه