د بلخ والي، محمد یوسف وفا د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، پرکین توکوموف او مل پلاوي سره کتلي دي.
د بلخ ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې قزاقستاني پلاوي د افغانستان امنیتي وضعیت د بشپړ قناعت وړ بللی او پرکین توکوموف ویلي چې هېواد یې د حیرتان بندر له لارې د وسپنې پټلۍ لاره د قزاقستان د وسپنې پټلۍ له شبکې سره نښلول غواړي.
سرچینې لیکلي چې د قزاقستاني پلاوي له لوري همداراز په افغانستان کې د روغتونونو او ښوونځیو د جوړېدو ژمنه هم څرګنده کړې ده.
بلخوا د بلخ والي، محمد یوسف وفا له قزاقستان سره د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګډه بللې ده او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

