ډېر لوستل شوي

افغانستان او قزاقستان د «رېل‌پټلۍ» پر ستراتیژیکو پروژو خبرې کړې

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په کابل کې د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ایرکین توکوموف سره کتلي دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، دواړو لوریو د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو د پیاوړتیا ترڅنګ د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي آسیا د نښلېدو پر مهمو پروژو بحث کړی دی.

د نوموړي په وينا، د تور غونډۍ‌ــ‌هرات او هرات‌ــ‌کندهار د وسپنيزو کرښو د رغونې لپاره د ۵۰۰ ميليونه ډالرو پانګونې هوکړه‌ليک د قزاقستان له لوري شوی، مطرح شوی او اوس‌مهال دواړوه هېوادونه د چارجوبي هوکړې پر نهايي کولو کار کوي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې ډېر ژر به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ترانسپورت او وسپنې پټلۍ وزیران او مرستیالان ګډه ناسته وکړي، څو د دواړو رېل‌پټلۍ مسیرونو د تطبیق څرنګوالی وڅېړل شي.

اړوند خبرونه