پوره یو کال وړاندې د سوریې وګړي د یوې کورنۍ د پرلپسې پینځو لسیزو حکومتولۍ له استبداد ازاد او واک داسې ډلې ته ورسېد چې ټول فکر یې د خپلو خلکو هوساینې، د خپل هېواد جوړونې او نړیوال تعامل ته راټول دی. یو کال وړاندې د ابو احمد الجولاني په مشرۍ د هیئت تحریر الشام غورځنګ وتوانېد چې د ګوتو په شمېر ورځو کې د بشارالاسد نظام خلع سلاح کړي او د ټول حکومت دستګاوې په لاس کې واخلي. دا دی د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت یو کال پوره شو چې ولس د ازادۍ دا ورځ په شاندارو مراسمو او خوښۍ سره ونمانځله. د سوریې رسمي اژانس (سانا) ویلي چې احمد الشرع د اسد رژیم د نړېدو په لومړۍ کالیزه کې په سوریه کې د نوي څپرکي د پرانیستې زېری ورکړی دی. نوموړي ویلي، «سوریه د بیارغونې په نوي پړاو کې ده، داسې پړاو چې په خپل ځان کې نننی او پرونی برم خوندي کوي.» ښاغلی الشرع د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په اتمه (دا نېټه د اسد رژیم له پرځېدنې سره برابره ده.) د دمشق په اموي جومات کې راڅرګند شو او د سهار له لمانځه وروسته یې خپلو خلکو ته په خطاب کې وویل، «هېڅوک چې هر څومره ستر هم وي، زموږ پر وړاندې نه شي درېدلای. هېڅ خنډ موږ نه شي ځنډولی او د خلکو او خدای ج په مرسته به هر ننګونه ماتوو او وړاندې به ځو.»
نوموړي د خپلو خبرو په یوه څنډه کې د سوریې د بیارغونې او ملي یووالي ټټر وواهه. «له شمال تر جنوب اوله ختیځ تر لوېدیځ پورې به د خدای ج په مرسته دا هېواد بیا رغوو. دا هېواد به پخواني برم ته رسوو او لا به یې ځواکمنوو.» د سانا خبري اژانس له قوله، چې نوموړي ته د سعودي د ځایناستي محمد بن سلمان له خوا ډالۍ شوې د کعبې غلاف ټوټه یې هم اموي جومات ته هدیه کړه.
په دغه راټولېدنه کې لیدل کیږي چې د سوریې وګړي له نوي حکومته خوښ دي او هیله لري چې بیا به پرې د تېر په څېر ناخوالې نه راځي او فکر کوي چې د اسد رژیم به د مظالمو پای وي.
د اسد کورنۍ پوره ۵ لسیزې سوریایي ولس د یوه یرغمل په توګه له ځان سره ساتلی او د ژوندانه له لومړنیو اړتیاوو یې هم بې برخې کړی وو. ولسي نارضایتي دومره په څپو شوه چې د اسد مخالفین یې د دمشق تر دروازو ورسول او خلکو یې په چیغو او تکبیرونو هرکلی وکړ.
دمشق یو لرغونی او د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی. دا هېواد هم د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تر ډېره د خپلمنځي شخړو، مذهبي ناندریو او کورني تبعیض مرکز و. دمشق ډېره موده د فرانسې تر نفوذ لاندې و او د صلیب پلویانو پکې د تعصب او مذهبي نفاق زړي وکرل. کفري قوتونو د سوریې ازاد ولس د یوې کورنۍ مریان وګرځول او پرلپسې پینځه لسیزې یې تر تېغ لاندې وساتل. د سوریې وګړي د اسد رژیم دوره توره او مستبده بولي. د اسد د رژیم ظلمونه د هیچا له سترګو پټ نه دي. د راپورونو له مخې دې رژیم له یوې میاشت نه په کمه موده کې یوازې په حماة ښار کې ۴۰ زره انسانان شهیدان کړل.
د سوریې له پخواني رژیم څخه د ولسونو د کرکې سبب څه و؟
ښایي د بشر په تاریخ کې ډېرې انساني فجایع رامنځته شوي او داسې بوږنوونکي ظلمونه هم شوي وي چې د انسان زړه لړزوي. یو له دغسې مظالمو د اسد د رژیم مظالم یادولای شو. د اسد د رژیم ظلمونه دومره نهمنونکي او وینهڅښوونکي دي چې انسان فکر کوي چې د ظلمونو دا کیسې به دروغ او خیالي جوړې شوي وي، خو داسې هېڅکله نه ده. د یوه نظامي انځورګر( چې په خپل ځان یې د قیصر مستعار نوم ایښی.) له خوا د انساني مظالمو ۵۰ زره انځورونه خپاره شوي چې په دې کې ډول ډول انساني شکنجې او ربړونې شاملې دي.
صیدنایا هغه زندان و چې د انسانانو په قصاب خونې یادېده. دا زندان د اسد رژیم د شکنجې او ډله ییزو اعدامونو یو له اصلي مرکزونو څخه و. د انساني قصاب خونې په نوم په دې زندان کې داسې سزاګانې ورکول کېدې چې په ویلو یې د انسان غوني ځيږه کیږي. په دې زندان کې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال راهیسې ۱۰۰ زره تنه شکنجه او وروسته وژل شوي وو. د اسد د رژیم ناخوالې له هېچا پټې نه دي. د ولسونو ځپونکي دې رژیم سلګونه ځله په عمدي ډول خپل خلک په ډله ییزه توګه وژلي او کیمیاوي وسلې یې پرې کارولي. د راپورونو له مخې ددې رژیم نظامي او ملکي کارکوونکي پر شاوخوا اته زره د جنسي ځورونې په قضیو ککړ دي. په دې قضیو کې پر ماشومانو، مېرمنو، پېغلو، هلکانو او سړیو جنسي تېري، لوڅول او ډول ډول ربړونې شاملې دي.
د اسد د رژیم د پرځېدو په لومړۍ کالیزه کې د علي مصطفی په نوم د یوه تن فریاد احمد الشرع، مېرمن یې او ناست وګړي په ژړا کړل. نوموړي د اسد د رژیم په هوایي یرغلونو کې چې پر ملکي وګړو یې کول، ویلي: ما لا ښه او بد نه پېژندل چې د اسد پوځیانو موږ بمبار کړو. نوموړي د خپلې مور د ټپي کېدو کیسه په تاثر سره کوله او ویې ویل: مخکې له دې چې د خپل نوم لیکل زده کړم، دا مې زده کړل چې له بمبارونو او یرغلونو څنګه خپل ځان او وروڼه وساتم. دا پوښتنه مې تل په ذهن کې ګرځېده، چې د اسد رژیم ولې پر موږ یرغل کوي او موږ وژني. علي مصطفی هغه ماشوم و چې ۱۳ کاله وړاندې یې یوه ویډیو ډېره لاس په لاس شوه. نوموړی هغه مهال د ۶ کالو و. علي د ژړا په حالت کې ویل چې بشارالاسد مو وژني، موږ لوټي، کورونه را ورانوي. هېڅ نه پوهیږو چې زموږ ګناه څه ده، څه مو کړي؟ الشرع ددغه سوریايي ځوان خوا ته ورځي او نوموړی په غېږ کې نیسي.
اصلي پوښتنه دا ده چې د احمدالشرع په مشرۍ نوی حکومت کومې لاسته راوړنې لري او ولس ترې په کومه کچه راضي دی؟
که څه هم د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې له نوي حکومت څخه یو کال تېریږي؛ خو په دغه یو کلنه دوره کې د سوریې په سیاسي فضا کې نوې ساه پو شوې ده. په دغه یوه کلنه دوره کې احمد الشرع وکولای شول چې خپل ولس پر ځان راټول کړي، له وېرې او اظطراب یې بچ کړي، کورنی امنیت ټینګ کړي او حتی مخالفینو سره هم د جوړجاړي لاره یوسي. د سوریې خاوره په تېرو لسیزو کې څو ځایه ټوټه شوې او دغه درزونه د مذهبي نفاقونو په وجه دومره ژور دي چې ولسونه یې له یوه بل سره غوښه او چاړه کړي دي. احمدالشرع بریالی شوی چې دمشق له کورنیو ناخوالو، جګړو او خپلمنځي شخړو خوندي کړي. همدارنګه نوي حکومت وکولای شول چې خلکو ته عامه چوپړونه هم وړاندې کړي. د کارکوونکو معاشونه تادیه کړي، برېښنا تامین کړي او نور عامه خدمات باب کړي. د احمد الشرع د یوه فرمان پر اساس د حکومتي کارکوونکو معاشونه له ۲۵۰ زرو سوریایي لېرو ۷۵۰ زره سوریایي لېرو ته لوړ شو. د کوردننه په چوپړونو کې ویلای شو چې نوي حکومت د برېښنا لویه شبکه چې ۱۴ کاله یې په بمباریو کې سخت زیان لېدلی و، له سره فعاله شوه. په تېر رژیم کې به د سوریې وګړو یوازې څو ساعته برېښنا درلوده، خو اوس دا شمېره لسو ساعتونو ته پورته شوې. همدارنګه دمشق، حلب او حمص ښارونو په لومړي ځل له ۱۵ کالونو وروسته ۲۴ ساعته برېښنا تجربه کړه. همدارنګه په انساني قصاب خونو د مشهور زندان صیدنایا په ګډون، یو شمېر پوځي نظامونه هم تړل شوي دي. په ټوله کې ویلای شو چې په کوردننه له نوي حکومت څخه وګړي راضي دي اوسوریه ورځ په ورځ له سره رغیږي. له کور دباندې دمشق په لومړي ځل وکولای شول چې د نړیوال او سیمه ییز سیاست برخه شي او د لسیزو سیاسي انزوا ته د پای ټکی کېږدي. دمشق اوس د سیمې د سیاست مهم محور دی او نوی حکومت د نړیوال سیاست په ګرداب ورګډېدونکی دی. د سوریې نوي حکومت وکولای شول چې د نړیوالو معادلاتو برخه وګرځي، له ټولو هېوادونو سره ځنډېدلې اړیکې ورغوي او په ډېریو هېوادونو کې د لسیزو تړلې د سفارتونو دروازې پرانیزي. په لنډه توګه ویلای شو، هغه نظامونه او حکومتونه چې د ولس له منځه راټوکېدلي وي، ریښې یې په ولس کې ژورې وي او د خپلو خلکو غږ ته لبیک وایي، د الله (ج) په نصرت بریالي او نماتېدونکي وي.

