د اوکراین بېپیلوټه الوتکو د خزر سمندر په غاړه د روسیې اړوند نفتي زېربناوې په نښه کړي دي.
د اوکراین د یوه چاوراکي په وینا، دې برید وکولای شول چې د نفتو «لوک اویل» شرکت فعالیت په ټپه ودروي.
د رویټرز په قول، اوکراین هڅه کوي چې د روسیې د نفتي تاسیساتو په له منځه وړلو ددې هېواد د نفتو او ګازو په تولید کې ټکنتیا رامنځته کړي.
فیلافنوفسکي، د روسیې د نفتو د تولید خورا ستره زېربنا ده چې په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې کشف او په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د ولادیمیر پوتین له خوا پرانیستل شوه چې په منځني ډول په ورځ کې ترې ۱۲۰۰۰۰ بوشکې نفت را اېستل کیږي.
یاده دې شي چې کییف په روان زېږدیز کال کې څو ځله د مسکو نفتي تاسیسات په نښه کړي دي.

