د احمدشاه بابا کور کې د کار پر مهال د احمدشاهي دورې اړوند درې تاریخي اثار موندل شوي.
په دغو تاریخي اثارو کې ډبرین پلیتهیي څراغ، خاورین څراغ او یو ځنځیر شامل دي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي، چې دغه اثار به تر پاک کارۍ او ترمیم وروسته د احمدشاه بابا د کور په موزیم کې د احمدشاهي دورې نورو اثارو سره یو ځای کېښودل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي انعامالله سمنګاني ویلي و چې د احمدشاه بابا د کور اړوند ساحو د دویمې پروژې ترميماتي چارې په چټکۍ روانې دي. د احمدشاه بابا د کور د بيارغونې چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په لارښونه پر مخ وړل کیږي چې د چارو تر پای وروسته به یې پرانیسته وشي. د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، د لومړۍ پروژې اړوند د احمد شاه بابا کور ترمیماتي کارونه بشپړ شوي، خو د دویمې پروژې اړوند د کور لویه لار، دروازه، د پلي تګ لاره او پارکېنګ کارونه لا بشپړ شوي نه دي.

