ډېر لوستل شوي

قاهره: د فلسطینیانو د هر ډول کډوالۍ خلاف یو

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي چې هېواد یې د فلسطینیانو د هر ډول کډوالۍ خلاف دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په زور فلسطینیان بې ځایه کړي.

نوموړي دا خبرې پرون (پنجشبنه، لیندۍ شلمه) د بحرین له پاچا عیسی آل خلیفه سره په ټیلیفوني اړیکه کې وکړې.

د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد الشناوي ویلي چې دواړو سیالانو غزه کې د اوربند پر دوام او له هر ډول خنډ پرته فلسطینیانو ته د مرستو پر لېږد ټینګار کړی دی.

الشناوي وړاندې ویلي چې السیسي او خلیفه پرېکړه کړې چې د عربي هېوادونو یووالي او په سیمه کې د ترېنګلتیاوو کمولو په پار به همکاري وکړي. یاده دې شي چې د اوربند د هوکړې سربېره غاصب اسراییلي رژیم لا هم فلسطینیان په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې په نښه کوي.

اړوند خبرونه