ډېر لوستل شوي

“د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان او هند اړیکې د پراختیا په حال کې دي”

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال، مفتي عبدالمتین سعید له هندي پانګوالو سره په کتنه کې د پانګونې اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې ښاغلي سعید د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د افغانستان او هند اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې په هېواد کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر شوي او د پانګوالو شتمني خوندي ده.
بلخوا هندي پانګوالو په افغانستان کې د انساني، زراعتي او حیواني درملو د تولید، همداراز د کرنې او د کانونو د ایستنې په برخو کې د پانګونې ژمنه څرګنده کړې ده.
د مالیې وزارت په اعلامیه کې د هندي پانګوالو له قوله دا هم لیکل شوي چې دوی همداراز په کابل کې د سترګو د درملنې د عصري روغتون جوړولو په برخه کې هم پانګونه کړې چې چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

اړوند خبرونه