ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند: علما‌ء دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د ملي ګټو ساتلو روحیه ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند نن د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون کړی او مدرسې یې د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت بنسټونه بللي دي.

نوموړي د وینا پرمهال ویلي چې علماء دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له جامعه فتح العلوم کابل مدرسې څخه فارغ شویو حافظانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ‎ټینګار کړی چې مدرسې باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي. د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې د ملا عبدالغني برادر اخوند له قوله لیکل شوي چې د ټولنې د فکري اصلاح، د غیراسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې مدرسې مهم رول لوبوي.

اړوند خبرونه