د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د درملو پراختیایي ادارې (PharmEXCIL) له مسوولینو سره ناسته کړې ده.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د درملو، طبي محصولاتو او روغتیايي تجهیزاتو په برخه کې د همکاریو او دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې او دواړو لوریو د درمل جوړونې د ظرفیت پیاوړتیا او ارزانه، باکیفیته درملو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ښاغلي جلالي د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره له « PharmEXCIL» ادارې سره اغېزمنه همکاري اړینه بللې او زیاته کړې يې ده، چې وزارت هڅه کوي د هېواد روغتیايي سیستم پیاوړی او خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه برابر کړي.
بل لور ته، د « PharmEXCIL» مسوولینو د درملو، واکسینونو، طبي وسایلو او دودیزو درملو په ګډون د یادې ادارې د فعالیتونو او د همکارۍ د پراخو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي دي. د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د « PharmEXCIL» ادارې له لوري افغانستان ته د موسمي ناروغیو د درملنې په موخه د شاوخوا ۱۰۰ زره پیچکاریو مرسته هم اعلان شوې ده.

