ډېر لوستل شوي

تېره میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۸۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي 

ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په تېره لیندۍ میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۶۸۴ زره ۱۰۲ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۴۸۹ زره ۶۴۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۵۰ زره ۷۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴ زره ۸۷۴ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۶۸ زره ۸۳۴ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد انتقال شوي دي.  

ښاغلي حق‌شناس لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په لیندۍ مياشت کې ۱۵۸۱ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه، معدني ډبرې او د انار جوس دي. سرچینې لیکلي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

اړوند خبرونه