که څه هم په څرګنده پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري نېټه د جدي شپږمه ده، خو د خپل وخت یاد ځواکمن هېواد لا پخوا په افغانستان کې خپلې جرړې غځولې وې او د خپلو ګوډاګیانو په مرسته یې د سردار محمد داوود خان جمهوریت هم نسکور کړ. روسانو د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال افغانستان کې د خپلو نږدې ملګرو او ګوډاګیانو په مټ خپل پلویان زیاتول او ډول ډول تبلیغات به یې کول. د روسانو په مرسته د خلق او پرچم ګوند غړي وتوانېدل چې د محمد داوود خان جمهوریت د ۱۳۵۷ کال د غویي میاشتې په اوومه چپه او ارګ په خپل واک کې واخلي.
روسانو او مزدورانو یې په شاوخوا یوه لسیزه کې دومره تېري او نارواوې وکړې چې د افغانستان په تاریخ کې دا دوره د تورې دورې په نوم ثبتولای شو. شاوخوا دوه میلیونه بې ګناه انسانان تلف شول، میلیونه نور معلول او میلیونه نور له هېواده وتلو ته اړ شول.
دغه وحشیانه او وینه څښوونکي یرغل او اشغال، ګران هېواد یوازې په بشري، اقتصادي او سیاسي لحاظ ونه ځاپه؛ بلکې زموږ افکار، ارزښتونه، ژبه او کلتور یې هم سخت وځپل. د شوروي اتحاد له یرغل وړاندې دغه هېواد په افغانستان کې فکري، دیني او کلتوري جګړه پيل کړه او ان د تېرې لمریزې پېړۍ په څلورمه لسیزه کې د سرو ادبیاتو کر پیل شوی و. بیا هم تاکیداً ځکه کلتوري یرغل ددغه یرغل او اشغال د مهم اړخ په توګه وړاندې کوو چې کمونیستي رژیمونو د افغانستان د خلکو له ذهنونو او کورني نظام سره هم جګړه پيل کړې وه. په ځانګړي ډول د خلقي رژیم اووم نمبر فرمان داسې فرمان و چې په ښکاره یې نقض او خلل د افغاني ټولنې هره کورنۍ ګواښله. دغه فرمان په ښکاره د خلکو په کلتوري او سنتي چارو کې لاسوهنې او تېري ته لاره برابروله او خلک یې له خپله دود او کړو راګرځول.
د وخت شوروي اتحاد په خپله ټکنالوژي، نظامي، اقتصادي او سیاسي ځواک غاوره وه. شوروي اتحاد فکر کاوه چې افغانستان به د خپل قدرت، ټکنالوژۍ او ځواک په زور ژر ونیسي او خلک به یې مریان کړي؛ خو دا محاسبه له لومړۍ ورځې ناسمه او خطا وه. پخواني شوروي اتحاد غوښتل د افغانستان له لارې خپل استعمار په سیمه کې لا پراخ کړي او افغانستان د تل لپاره خپله مستعره وګرځوي، خو د افغانستان متدینو او اصیلو وګړو په پیاوړې عقیده، عزم او نشتو امکاناتو وتوانېدل چې د خپل دین او خاورې د دوښمن پر وړاندې منسجم شي او یاد ځواک دړې وړې کړي.
افغان غیور ولس په خپله جهادي مبارزه کې له هېڅ ډول ځواک او مرستې درېغ ونه کړ. خپله جهادي روحیه یې ژوندۍ وساتله او د شوروي یرغلګرو او مزدورانو پر وړاندې مبارزه کې یې هېڅ ډول سستي ونه کړه؛ بلکې په خپل سر، مال او کورنۍ یې د دین او وطن د دفاع لپاره مبارزه وکړه. له کلونو کلونو ستړیا، مجاهدې او مبارزې وروسته الله تعالی سوبه او فتحه ورنصیب کړه او متکبر کفري ځواک په منځ ټوټې ټوټې شو. د الله تعالی په مرسته او د افغان ولس د بې شانه استقامت او مېړانې په مټ شوروي اتحاد داسې مات شو چې آن په خپل نوم هم پاتې نه شو او دغه اتحاد د تل لپاره وشړېد. له لسو کلونو سختو سرښندنو وروسته په کال ۱۳۶۷ هجري لمریز کې شوروي ځواکونه له افغانستانه د وتلو پلمې او پلانونه جوړ کړل، چې په همدې کال د سلواغې په ۲۶مه له کلکې او تاریخي ماتې سره مخ شول او د افغانستان له پرېښودو پرته ورته بله کومه لاره نه وه پاتې. دا هغه نېټه وه چې د وخت شوروي اتحاد نه یوازې افغانستان کې نظامي ماتې وخوړه، بلکې ددې ځواک خپلمنځي پاشلتیا هم پیل شوه او د افغانانو په مټ د شوروي اتحاد تر مستعمرې لاندې اسیرو ملتونو هم خپلواکي ترلاسه او د ازادۍ خوږه او هوسا ساه یې واخیسته.
د بحث د خلاصې په توګه یې ویلای شو چې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومي شپږمه، هغه نېټه وه چې شوروي اتحاد د وخت دوست هېواد باندې له هوا او ځمکې یرغل وکړ او د افغانستان د ولسونو دوښمني یې په خپله غاړه واخیسته. له همدې نېټې سره سم افغانستان کې د سرو وینو رودونه پیل شوه او شاوخوا ۴۲ کاله یې دوام وکړ.
د شوروي اتحاد پرمختللو او مجهزو وسلو او په هر ډول امکاناتو بار ځواک د افغانستان د خلکو ایمان او اراده متزلزله نه کړه، بلکې په پیاوړي هوډ یې جهادي فریضې ته مخه کړه. د افغانستان تاریخ کې یو څپرکی ډېر څرګند او روڼ دی او هغه دا چې افغانانو هېڅکله پر ګاونډیو هېوادونو او ملتونو د تېري نیت حتی نه دی ښودلی، خو هر کله چې ګاونډیو او نورو د وخت مستکبرو ځواکمنو هېوادونو افغان خاورې ته په سپکه کتلي، نو یې انجام د دوی په شرمنده ماتې شوی دی. افغانستان بې وسې او غریب هېواد دی، خو کله چې د مبارزې، ننګ او پر دین او ناموس د غیرت خبره شي، نو بیا یې هر سپک دوښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي، چې درې پرلپسې د امپراتوریو ماته یې ښه بېلګه یادولای شو.
#امیدراډیو

