ډېر لوستل شوي

د جدې شپږمه؛ ” د افغانانو ایمان او اراده د اشغالګرو د ماتې لامل شوې”

د اسلامي امارت د جدې شپږمې، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه یرغل غندلی او ویلي یې دي، چې د لس کلن اشغال پر مهال افغانستان ته درانه انساني او مادي زیانونه واوښتل.

خبرپاڼه زیاتوي، سره له دې چې میلیونونه افغانان شهیدان، معیوب او کډوال شول، خو د افغانانو د جهاد او قربانیو په پایله کې اشغالګر ځواکونه له هېواد څخه ووتل او افغانستان ازاد شو.

اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د افغانستان تاریخ ښيي، افغان ولس د هر ډول اشغال پر وړاندې د ایمان او ارادې له لارې بریالی شوی او پر خلکو یې غږ کړی، چې د خپل وطن، اسلامي نظام او ارزښتونو د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې اسلامي امارت به د دیني ارزښتونو، اسلامي نظام او د هېواد د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه