ډېر لوستل شوي

د آیسسکو ناسته؛ د اسلامي خطي نسخو د وضعیت څېړلو په اړه بحث شوی  

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو د اسلامي نړۍ د ښوونیزو، علمي او فرهنګي سازمان (آیسسکو) لخوا د اسلامي خطي نسخو په اړه جوړې شوې علمي ناسته کې انلاین ګډون کړی دی. 

د خبرپاڼې له مخې چې له دې ناستې څخه موخه د اسلامي خطي نسخو وضعیت څیړل، د ساتنې لارې چارې یې او له دې میراثونو څخه په معاصرو څېړنو کې ګټه اخیستل وو.

سرچینې لیکلي: “د افغانستان له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رییس قاري عبیدالله حنیف، د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمد شفیق احمدزي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشو ګډون کړی و.”

په غونډه کې د آیسسکو سازمان عمومي رییس خطي نسخې د بشر د تاریخي پوهې له اساسي ارکانو څخه بللې او د لړلیکونو د نوي کولو او علمي همکاریو په پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.   د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه راز یو شمېر قزاقستاني څيړونکو د اسلامي خطي نسخو د ارزښت، ژبنيو تنوع او اوسني حالت په اړه هم خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه