ډېر لوستل شوي

د بشري حقونو او ډموکراسۍ دعوه‌کوونکي که د پوځي یرغل او زورواکۍ ممثلین؟

د یوې خپلواکې څېړنې له مخې د امریکا متحده ایالتونو په تېره یوه پېړۍ کې پر شاوخوا سلو هېوادونو هجوم ور وړی، یا یې د یادو هېوادونو مرکزي نظامونه نسکور کړي او یا یې ځمکنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده. په دغه نوملړ کې چې افغانستان هم پکې شامل دی، له ۱۹۰۱ -۲۰۰۱ زېږدیزو کلونو پورې پکې د امریکا ټول بهرني تعرضات او بریدونه په کرونولوژیک ډول ذکر او د دوی توجیهات پکې بیان شوي دي. په دې نوملړ کې د ونیزویلا په ګډون د لاتینې امریکا داسې هېوادونه هم شته چې د خپل وخت ښي اړخو یا کیڼ اړخو حکومتونو یې پر خاوره په ځلونو تېری کړی او د بېلابېلو توجیهاتو په مټ یې د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندلي دي.

دا دی له لسیزو وروسته یو ځل بیا امریکا خپل پخوانی عادت تکرار او د لاتینې امریکا د یوه خپلواک هېواد پولې یې نقض کړې او ولسمشر یې سره له مېرمن په یوه الوتکه کې د نیوریاک فدرالي بندخونې ته ورسول. دا د وینا او عمل ترمنځ عجیب پاراډوکس ښیي چې څنګه د ډموکراسۍ یو ممثل هېواد پر یوه خپلواک هېواد یرغل وکړي او ولسمشر یې یرغمل کړي؟ د اسیایي هېوادونو په ګډون یو شمېر اروپایي او د لاتینې امریکا یو شمېر هېوادونو دا بریدونه غندلي او دننه په امریکا کې هم ددې بریدونو پلویان او مخالفان په دوو ډلو وېشل شوي دي.

که څه هم په ظاهره امریکا دعوه کوي چې د وینزویلا ولسمشر د نشه یي توکو کاروباري او ډله یې د لاتینې امریکا له نورو هېوادونو سره د قاچاق پټ جالونه غځولي او امریکا ته ترې د نشه یي توکو د پراختیا خطر شته؛ خو د چارو کارپوهان بیا ددې توجیه تر شا اصلي غایه نفت او د وینزویلا پراخې معدني سرچینې یادوي. د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت له تېرو څو میاشتو راهیسې پر وینزویلا ډول ډول سیاسي ـ پوځي بندیزونه لګولي او تېره اونۍ آن د امریکا د څارګرې ادارې یوه ټیم په یاد هېواد کې ځانګړي عملیات هم ترسره کړل. د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د نوي کال پر شپه په خپرېدونکي یوه مرکه کې ویلي و چې دی له امریکا سره پوخلاینې او خبرو ته تیار دی، خو په وینا یې واشنګټن غواړي دی د واک له ګدۍ ګوښی کړي.

مادرو د مرکې په لړ کې ویلي چې د ټرمپ اوسنۍ اداره هڅه کوي چې د زور، ګواښ او ترهې په مټ د وینزویلا خاوره په خپل واک کې واخلي. د الجزیرې د خبر له مخې، د مادرو د مرکې د خپرېدا پر ورځ واشنګټن ادعا وکړه چې د نشه یي توکو لېږدوونکي پینځه کښتۍ یې ویشتي او پینځه تنه قاچاقبران یې پکې وژلي دي. سپینې ماڼۍ د شمېرو له مخې تراوسه یې په کاربین او ختیځ آرام سمندرګي کې ۳۵ بېړۍ ویشتي او ۱۱۵ تنه قاچاقبران یې وژلي دي. د جمهوري ګوند یو شمېر برحالو چارواکو ویلي و چې په وینزویلا کې د امریکا عملیات محدود او د ولسمشر له نیونې سره پای ته رسېدلي، خو د وینزویلا د ملکي حکومت مسوولینو ویلي چې په څو ځایونو کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده. په هغه ویډیو کې چې له عملیاتو وروسته په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې، پکې یو شمېر وسایط ویجاړ او بې نظم ښکاري.

مصري الاصله امریکایي لیکوال باسم رأفت محمد یوسف لیکلي چې وینزویلا کې د عراق سناریو تکرارېدونکې ده او ددې بریدونو موخه پر نفتي زېرمو خېټه اچول دي. ښاغلي باسم ویلي، د دې سناریو موخه د وینزویلا په خلکو پورې اړوند تېل، ګاز او معدني سرچینې دي، چې امریکا غواړي خپله ولکه کې یې راولي.

د ټېمپل پوهنتون پروفیسور او مورخ الان مک فېرسن ویلي چې پر وینزویلا د امریکا د بریدونو تر شا اصلي موخه د وینزویلا د اوسني حکومت بدلون دی. د ښاغلي فېرسن د خبرو په تایید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې وینزویلا به بیا د مادورو پلویانو او همفکرانو ته پرېنږدي.

د امریکا لویې څارنوال‍ۍ ویلي، ولسمشر مادورو د مخدره توکو او وسلو درلودلو له کبله له ډېره وخته تر څارنې لاندې و. د امریکا د لویې څارنوالۍ په خبره ولسمشر مادورو او د هغه مېرمنې ته د نیویارک په یوه محکمه کې قضایي دوسیه جوړه شوې او ژر به محاکمه شي. د امریکا لویې څارنوالۍ ویلي چې ښاغلی مادورو له یو لړ تورونو سره لکه ” د مخدره توکو قاچاق، د کوکاین واردات، د وسلو او چاودیدونکو توکو ساتلو ” مخامخ دی چې امریکا ته یې ګواښ پېښولی شو.

که څه هم پاکستان او اسراییلوله ښاغلی ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جایزې ته د کاندیدو غوښتنه کړې وه او خپله ډونالډ ټرمپ هم ځان سوله‌پال ولسمشر بولي، خو داسې ښکاري چې د واشنګټن د وینا او عمل تر منځ واټن بې اندازې زیات دی. ښاغلي ټرمپ تر مادورو وړاندې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي هم په سپینه ماڼۍ کې د رسنیو په مخ کې سپک او رټلی و، همدارنګه د امریکا اوسني حکومت کاناډا هم ګواښلې چې د امریکا د یوه ایالت په توګه به یې په ځان کې مدغم کړي.

د امریکا د بابیزو توجیهاتو تر شا لویې موخې د نړۍ لویې زېرمې تر خپل تسلط لاندې راوستل، نوي نظم ته د نړۍ اېل کول او پر کمزورو هېوادونو د ځواکمنو هېوادونو چنې وهل یادیږي. تازه سي‌اېن‌اېن د امریکا د انرژۍ ادارې څخه مالومات ترلاسه کړي چې ښیي، وینزویلا د شاوخوا ۳۰۳ میلیارده بېرلو خامو نفتو لرونکې ده. ویل کیږي چې دا د نړۍ د تېلو شاوخوا پینځمه برخه جوړوي. سي اېن اېن په قول، دغه زېرمې به د امریکا په راتلونکي کې مرکزي رول ولري. ددې لوبې څرګند اړخ همدا دی چې دا جګړه پر وینزویلا تپل‌کېدونکې، اوسنی حکومت یې تغیرېدونکی او د وینزویلا نفتتو ته د ډونالډ ټرمپ د حرص تنده ده.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه