ډېر لوستل شوي

د افغان حاجیانو د سهمیې پر زیاتوالي تینګار او د سعودي چارواکو ژمنه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس د یوه پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړیوالو همکاریو له مرستیال وزیر سره کتلي دي.

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمد نبي محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ چې په مکه مکرمه کې د حج قونسل مولوي عبد الباقي سجاد، په مدینه منوره کې د حج قونسل شیخ ګل الرحمن المدني او د حج قونسلګرۍ یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړیوالو همکاریو له مرستیال وزیر عبد الفتاح مشاط سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د افغانستان لپاره د حج د سهمیې پر زیاتوالي، د عمرې ویزو د شمېر پر لوړولو، حاجیانو او معتمرینو ته د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه د حج او عمرې اړوند پر یو لړ تخنیکي، اداري او همغږیزو مسایلو بحثونه شوي دي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړیوالو همکاریو مرستیال همدارنګه د افغانستان لپاره د حج سهمیې د زیاتوالي په تړاو په راتلونکې کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د حج او اوقافو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د حج او عمرې اړوندو چوپړونو د ښه والي په برخه کې مهمه ګڼلې.

اړوند خبرونه