ډېر لوستل شوي

د ایران د اوسنيو لاریونونو پلوي او پارونه؛ واشنګټن بیا تهران پر برید مخاطب کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام، بیا ایراني چارواکي مخاطب کړي چې د  لاریونوالو د ځپنې په ځواب کې به پر ایران سخت برید وکړي.

اې‌اېف‌پي رسنۍ لیکلي: “ما دوی ته وویل چې که دوی د خلکو وژنه پیل کړي، موږ به یې ډېر سخت ووهو.”

په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران امنیتي ځواکونو د ډسمبر په وروستیو کې د پیل شویو لاریونونو په لړ کې شاوخوا ۵۰ لاریونوال وژلي دي.

د سازمان په وینا، یوازې د چهارشنبې په ورځ ۱۳ لاریون‌کوونکي وژل شوي، چې دا په تېرو ۱۲ ورځنیو  لاریونونو کې د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان رییس، محمود امیري مقدم هم د سلګونو ټپیانو او شاوخوا ۲۰۰۰ لاریون‌کوونکو د نیولو راپور ورکړی دی.

 د انټرنېټ د څارنې نړیوالې ډلې د پنجشنبې په ورځ په ټول ایران کې د انټرنېټ بشپړ بندیدو راپور ورکړی، خو تازه د اسراییلو ۱۴ شبکې په یوه خبر کې ویلي چې د ایران د اوسني حکومت پر ضد لاریونوال له سټارلېنک انټرنېټ ګټه پورته کوي. دې شبکې ویلي چې ایلن ماسک دوی ته د انټرنېټ د کارونې فرصت په لاس ورکړی دی.

د ایران ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د لاریونونو په ځواب کې د ‘اعظمي زغم’ غوښتنه کړې. نوموړي په یوه بیان کې د خلکو د غوښتنو د اورېدو، خبرو اترو او د هر ډول تاوتریخوالي یا جبري چلند څخه د ډډې امر کړی دی.

یاده دې شي چې ایران کې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د حکومت ضد لاریونونه روان دي چې حکومت د لاریونوالو پر مالي او معنوي پارونه واشنګټن ملامتوي. تهران تر دې دمخه ملګرو ملتونو ته هم د ایران په چارو کې د واشنګټن له لاسوهنې شکایت کړی و.

اړوند خبرونه