ډېر لوستل شوي

مولوي سعدالله بلوچ له «ریکی احسان» سره د اندونیزیا او افغانستان د همکاریو پر پراختیا غږېدلی

په جاکارتا کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت د ختیځې او مرکزي آسیا د چارو له مشر «ریکی احسان» سره کتلي دي. 

د افغان سفارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو پر پياوړتیا ټینګار کړی او په سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه غږېدلي دي. 

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې همداراز په افغانستان کې د پانګوالو د هڅولو په اړه هم خبرې شوې او په دې برخه کې د مناسب چاپیریال او اسانتیاوو د رامنځته‌کولو او اقتصادي همکاریو پر ارزښت ټینګار شوی دی.  په جاکارتا کې د افغانستان سفارت همداراز ویلي چې مولوي سعدالله بلوچ او «ریکی احسان»  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ د دوام ډاډ هم څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه