د هرات والي، شیخ مولانا اسلامجار په دغه ولایت کې د ایران له جنرال کونسل «عليرضا مرحمتي» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه ولایت مسوولینو ویلي چې په دې کتنه کې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د هرات والي له قوله د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار شوی او ډاډ څرګند شوی چې اسلامي امارت په دې برخه کې بشپړ چمتووالی لري. د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړلکېدو وروسته د افغانستان او ایران په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی او له دې لارې نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

