د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني قطر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په موخه ناسته کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې، چې د قطر لپاره د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین او د سفارت یو شمېر کارکوونکو هم ګډون درلود، د افغانستان د روغتیايي سکتور پر روانو اړتیاوو، لاسته راوړنو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث شوی دی.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ په برخه کې د فرانسې له حکومت څخه د تېرو کلونو د همکاریو مننه کړې او دغه ملاتړ یې ارزښتناک بللی دی. نوموړي همداراز د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره د اوږدمهاله او دايمي ملاتړ، او په ځانګړې توګه د «FMIC» روغتون په چوکاټ کې د تخنیکي همغږۍ د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړولو، مسلکي پرمختګ او افغانستان ته د فرانسوي ډاکټرانو د لېږلو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي. افغان پلاوي ټینګار کړی، چې د «FMIC» روغتیايي خدمتونه دې د افغان ولس لپاره لا ارزانه او د لاسرسي وړ وګرځول شي. بل لور ته، د فرانسې شارژدافیر د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ په اړه د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی او زياته کړې یې ده، چې فرانسه به د «FMIC» له لارې خپلو روغتیايي همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، چې سږکال د «FMIC» د بنسټ اېښودنې شلمه کلیزه نمانځل کېږي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریالۍ او دايمي روغتیايي همکارۍ څرګند ثبوت دی.

