د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، په بېلابېلو حکومتي ادارو کې یو شمېر نوې ګومارنې شوې دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي، د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پياده لوا قوماندان مولوي نورالدین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.
همداراز، د سرپل ولایت مخکینی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه او د بدخشان ولایت مخکینی امنیه قومندان ملا نېک محمد ملنګ د سرپل ولایت د نوي امنیه قومندان په توګه ګومارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د فاریاب پوهنتون مخکینی رييس مولوي حمیدالله ارشاد د تخار ولایت د مرستیال په توګه، او د تخار ولایت مخکینی مرستیال ملا محمد نادر حقجو د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پیاده لواء د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز، د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د کورني امنیت مخکینی مدیر مولوي عبدالله رحماني د همدې ولایت د پوهنې رييس په توګه خپله دنده پيلوي.
د ويلو ده، چې اسلامي امارت د نویو ګمارنو موخه د اداري چارو لا ښه سمون او د امنيتي بنسټونو پياوړتيا بولي.

