ډېر لوستل شوي

ګرینلنډ؛ طلایي مارغه او چاړه په لاس قصابان


ګرینلنډ د ډنمارک برخه ده، خو خپلې چارې په خپله سمبالوي او د خپلو طبیعي سرچینو واک یې هم له ځان سره ساتلی دی. دغه سیمه اته داسې ځایونه لري، چې په ځمکه کې موندل کېدونکې ګران بیه عناصر پکې شته. دا عناصر له ګرځنده ټیلیفونونو واخله تر برېښنایي موټرونو پورې په ګڼ شمېر وسایلو کې کاریږي. کوبالټ او لیتیم دوه نور هغه نایاب او دنننۍ نړۍ درد‌بخوره عناصر دي چې په ګرینلنډ کې یې پراخه زېرمې شته. دغه راز ویل کیږي چې دا سیمه د سمندر په تل کې بې‌حسابه تېل او غاز هم لري. د ګرینلنډ سوداګرۍ ټولنې مشرویلي چې د نړۍ بدلېدونکي جیوپولټیک وضعیت او نظم د نړۍ د ګڼو هېوادونو پام دې هېر ټاپو ته ور اړولی دی. نوموړی لیکي چې چین، اروپا او امریکا ددې ټاپو خامو موادو ته سترګې نیولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې اصلا د نفتو او د خامو سرچینو تر ټولو ستر حریص دی، د ګرینلنډ ترلاسه کولو لپاره ډول ډول بهانې کوي. نوموړي له دې وړاندې له نفتو د سرشاره یو بل غني هېواد (وینزویلا) ته هم د خپلو نفتي شرکتونو د استولو خبره کړې وه او په همدې تکل یې د یاد هېواد ولسمشر او مېرمن له ډول ډول تورونو وروسته خپل هېواد ته لاس تړلي وتښتول. نوموړي پرون د خپل ټروټ سوشل په حساب لیکلي و« ګرینلنډ د امریکا د ځمکې برخه ده».

واشنګټن غواړي چې د ګرینلنډ ټول واک په خپل لاس کې واخلي، خو اصلا دا ټاپو له پېړیو راهیسې د ډنمارک له لوري کنټرولیږي. د ګرینلنډ صدراعظم ینس-فریدریک نیلسن د ډنمارک له صدراعظمې مته فریدرکسن سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ویلي و: «که دا اوس موږ د متحدو ایالتونو او ډنمارک ترمنځ یو غوره کوو، ډنمارک به غوره کوو. موږ د ډنمارک سلطنت غوره کوو. موږ اروپايي ټولنه غوره کوو.» د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ګرینلنډ د راتلونکي په اړه د سیاسي ترینګلتیاوو په اوج کې یو شمېر اروپايي هېوادونو دغه ستراتيژیک ټاپو ته د محدودو پوځي ځواکونو په استولو سره له ډنمارکه خپل عملي ملاتړ وښود.

داسې ښکاري چې خپله ګرینلنډ، ډنمارک او اروپا نه غواړي چې د امریکا پښې دې تر دې ټاپو راورسیږي، خو سپینې ماڼۍ په وروستیو کې ویلي چې ټرمپ ګرینلنډ ترلاسه کول غواړي، هغه که په هره بیه وي. سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د پوځي ځواک کارولو ترڅنګ ټول انتخابونه د مېز پر سر دي. ټرمپ څو ځلې ویلي چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري او ادعا یې کړې چې دغه ټاپو «له روسي او چیني بېړیو ډک» دی.

په همدې حال کې، رویټرز خبري اژانس د ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې هغه به د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسې، جرمني، هالنډ، فنلنډ او برېتانیا پر وارداتي توکو لس سلنه اضافي تعرفه ولګوي. د امریکا ولسمشر ویلي: «دا تعرفې به د جون له لومړۍ نېټې ۲۵ سلنې ته لوړه شي او تر هغه به دوام ولري، تر څو چې د ګرینلنډ د پېرلو لپاره د متحده ایالتونو له لوري یو تړون ترلاسه نه شي.» هغه څو ځلې ټینګار کړی چې د ګرینلنډ له مالکیت پرته به په بله خبره راضي نه شي. د ډنمارک او ګرینلنډ مشرانو هم ویلي چې دغه ټاپو د پلورلو نه دی او نه غواړي د امریکا متحده ایالتونو برخه شي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، امریکا نړیوال قوانین له پامه غورځوي او غواړي د قانون ځای ځواک ته پرېږدي. زور د قانون د ځواک ځای ونیسي. له بي بي سي سره په خبرو کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د واشنګټن اوسنی حکومت تورن کړ چې دا حکومت په نړیوالو موضوعاتو کې یواړخیزه پرېکړه کوي. پر وینزویلا له برید او د ګرینلنډ په اړه له ګواښونو وروسته، ښاغلي ګوتېرش امریکا د نړیوالو قوانینو پر بې احترامۍ او د څو اړخیزو حل لارو پر بې ارزښته ګڼلو تورنه کړه.

ګریلنډ ولې مهم دی؟

ګریلنډ د شمالي قطب یوه سرشاره ځمکه ده. د سړې جګړې په لړ کې دې ځمکې یوازې لږ نظامي اهمیت درلود، خو د نړیوالې تودوخې په زیاتېدو د ګرینلنډ کنګلونه ویلې شول او دې ټاپو دوه چنده اهمیت پیدا کړ. د ګرینلنډ ستراتیژیک ارزښت په دې کې دی چې شمالي امریکا او اروپا سره وصلوي. د نظامي پوهانو له انده پر ګرینلنډ تسلط کولای شي، پر شمالي قطب د تسلط وسیله شي.

داسې حدس وهل کیږي چې ګرینلنډ د هایدروکابني عناصرو پراخه زېرمې په خپله غېږه کې لري او له نادرو عناصرو برخمن دی. همداشان د شمېرو له مخې، دا ټاپو اته برخې کانونه لري. له دې سرچینو اوسمهال محدود هېوادونه ګټه اخلي چې په سر کې یې چین ځای لري.

د چارو د پوهانو په اند دا جزیره یوازې له اقتصادي اړخه واشنګټن ته مهمه ده او په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ موخه له دې ټاپو د چین د لاسونو لنډول دي. د ژیوپولټیک اړخه ګرینلنډ لومړی روسیې ته نږدې دی، بیا چین ته نږدې دی، خو دا چې امریکا له دواړو هېوادونو سره په سیالۍ بوخته ده، نه غواړي دا ځمکه په اسانه چین او روسیه هضم کړي.

د نړیوالو قدرتونو په منځ کې د اروپا برخلیک

اروپا اوسمهال امریکا ته او په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ، ادارې ته یوه فرسوده او خوسا ځمکه ښکاري. نوموړی په ښکاره ادعا کوي چې اروپا ورته ارزښت نه لري. داسې ښکاري چې امریکا به ژر له اروپا لاره بېله کړي او ښایي له ناټو هم جلا شي. امریکا داسې انګیري چې په ناټو سازمان کې یې پاتې کېدل په ګټه نه دي او دا هېواد کولای شي چې په یوازې ځان له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي. د حقوقي چارو د پوهانو له انده، د امریکا له خوا د ګرینلنډ تصرفول پر نړیوالو حقوقو تېری دی.

الجزیرې تازه په یوه راپور کې ویلي چې جرمني په دې هڅه کې ده چې اروپا د امریکا له تکیې خلاصه کړي او اروپا خپل ځواک ولري. د فرانسې پخواني ولسمشر د اروپا په پارلمان کې ویلي و چې امریکایان ورته با اعتماده ملګري نه ښکاري او موږ باید اروپایي ناټو جوړه کړو.

په لنډه توګه ویلای شو چې اوسهال هغه احتمال بیخي لرې ښکاري چې ګوندې امریکا دې د زور او ځواک له لارې ګرینلنډ تصرف کړي او یا دې پر یاد ټاپو لښکرکښۍ وکړي. اوسمهال د چین ـ ټایوان، روسیې ـ اوکراین او د نړۍ نورې پېښې ددغه اقدام مخه نیولې ده. خو یوه یادونه اړینه ده چې ډونالډ ټرمپ، هم د واحد دریځ څښتن نه دی، ښایي د امریکایي وګړو او چارواکو پر خلاف د خپلې حرصناکې غریزې په سبب پر ګرینلنډ یرغل وکړي، هغه څه چې وخت به یې ثابت کړې.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه