ډېر لوستل شوي

د درملو بنګله‌دېشي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته هڅول شوي

د عامې روغتيا وزارت د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم عمومي رييس حافظ ډاکتر نعيم‌الله ايوبي بنګله‌دېش ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو د صنعت ټولنې له عمومي منشي ډاکټر محمد ذاکر حسين او مل پلاوي سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د درملو د توليد، تنظيم، سوداګرۍ او پانګونې اړوند موضوعاتو خبرې او ټينګار شوی، چې د درملو برخه کې دې سوداګري په قانوني، منظم او په روڼتيا سره ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې بنګله‌دېش هېواد کې د درملو د توليد شرکتونو مسوولين په افغانستان کې پانګونې ته هڅول شوي او ټينګار شوی، چې افغانستان ته د صادرېدونکو درملو پر قيمت لېبلونه په افغانيو وليکل شي.

په ورته مهال، د ياد هېواد د درملو د صنعت ټولنې مسوولينو افغانستان ته په باکيفيته درمل په مناسب او ټيټ قيمت صادرولو ژمنه کړې او دغه راز يې د «کابل‌ـ‌ډاکې» ترمنځ کراګو پروازونو د پيل پر اړتيا هم ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه