د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبيب غفران وایي، د امید رسنیزې شبکې او یو شمېر پوهنتونونو ترمنځ رامنځته شوې همکاري یو داسې نوښت دی چې له ډېر وخته ورته اړتیا لیدل کېده.
ښاغلي غفران «اميد رسنيزې شبکې او د کابل پوهنتون په ګډون له يو شمېر تحصيلي بنسټونو سره د ګډ درېاړخیز هوکړهلیک د لاسلیک» غونډې پر مهال ويلي، رسنۍ په ټولنه کې لوړ ارزښت لري او نن د یوې پیاوړې وسیلې په توګه د عامه پوهاوي، ذهنيت جوړونې او پرمختګ لپاره کارول کېږي.
وياند زياته کړې، د همدې ډول پروګرامونو له لارې کولای شو د مسلکي او تخصصي کدرونو د روزنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې اغېزمن ګامونه واخلو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند دغه راز له ټولو رسنیو غوښتي، چې په خپلو خپرونو کې له قومي، ژبني، حزبي او ورته نورو تعصبونو څخه ځان وساتي او یوازې د ټولنې، نظام او ولس د پرمختګ لپاره کار وکړي.
خبيب غفران په روانې غونډه کې ټینګار کړې، چې د دې ډول هوکړهلیکونو له لارې د ولسونو او ځوانانو د ذهنيت جوړونې په برخه کې مهم او مثبت بدلونونه رامنځته کېدای شي.

