ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزارت يو پلاوی ترکيې ته روان شو

د عامې روغتيا وزارت د درلو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم لوی رييس حافظ ډاکټر نعيم‌الله ايوبي له خپل مل تخنيکي پلاوي سره ترکيې هېواد ته رسمي سفر کړی دی.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپلو سره ويلي، چې دا پلاوی به د ترکیې هېواد د درملو ادارې اړوند مسوولینو سره لیدنې او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند به په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د همدې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د توليد او توريد برخه کې لا ښه همغږي رامنځته او په لنډ مهاله او اوږدمهال توګه د هېواد اوسېدونکو ته د لوړ کيفيف او مناسب قيمت درمل برابر کړي.

اړوند خبرونه