ډېر لوستل شوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا د سویلي افریقا پر وړاندې لوبېږي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا (چهارشنبه) د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام په دویمه لوبه کې د سویلي افریقا له لوبډلې سره مخامخ شي.
دا سیالي به د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمدآباد ښار کې، د نریندرا مودي په لوبغالي کې ترسره شي.
د یاد جام د پرونیو لوبو پر مهال، سکاټلینډ ایټالیا ته، زمبابوې عمان ته او سویلي افریقا کاناډا ته ماته ورکړه.
دا په داسې مهال ده، چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د نیوزیلند پر وړاندې بايللې ده.

اړوند خبرونه