ډېر لوستل شوي

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس په ترکمنستان کې له مېشت افغان سوداګرو سره کتلي 

د اسلامي امارت د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس، ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر پرمهال هلته له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره کتلي دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې سوداګرو په بندرونو کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد، د کیفیت د کنټرول او په ځینو تخنیکي برخو کې خپلې ستونزې د معیار او کیفیت ادارې له مشرتابه سره شریکې کړې دي. 

بلخوا ملا فیض‌الله تمیم د سوداګرو ستونزې اورېدلې او د هېواد په اقتصادي ځان‌بسیاینه کې یې د هغوی رول مهم بللی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د سوداګرو د ستونزو حل او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د دوی د کارونو په لومړیتوب کې دي او په دې برخه کې به جدي ګامونه پورته شي.

اړوند خبرونه