د هرات ولایت مقام وايي چې د شیخ مولانا اسلام جار په مشرۍ په هرات کې د ایران د جنرال قونسل، د خواف-هرات ریل پټلۍ کنسرسیم مشر او د سوداګرۍ او پانګونې د څانګو مشرانو په ګډون د هرات – خواف ریل پټلۍ له لارې د ستونزو د حل او لیږد د زیاتوالي په اړه د همغږۍ غونډه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د هرات والي ټینګار کړی چې ټولې اړوندې ادارې باید د سوداګریزو ملکیتونو د تخلیې او لا ښه مدیریت په پروسه کې لا زیاته همکاري وښيي او خپل کار ګړندی کړي.
نوموړي همداراز اړوندو څانګو ته لارښوونه کړې چې د هرات-خواف د اورګاډي لارې له لارې د موجوده ستونزو د حل او د دې پروسې د پیاوړتیا لپاره ۲۴ ساعته اړین اقدامات وکړي. بلخوا د ایران جنرال قونسل او د خواف-هرات د ریل پټلۍ د کنسرسیوم مشر په دې لاره کې د ننګونو د حل او د لیږد حجم زیاتولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی او له سیمهییزې ادارې سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

