د اسراييل له لوري پر ایران د توغندیزو بریدونو له ترسره کېدو وروسته د دواړو لوريو هوايي حریمونه تړل شوي دي.
د اسراييل ۱۲ شبکې راپور ورکړی، چې د اسراييل هوايي حریم نن په بشپړ توګه تړل شوی دی. همداراز، د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند مجید اخوان خبر ورکړی، چې د ایران هوايي حریم به د راتلونکو شپږو ساعتونو لپاره تړلی وي.
بل لور ته، د ایران دولتي رسنۍ تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د تهران ترڅنګ په اصفهان، قم، لرستان، کرمانشاه، کرج او تبریز ښارونو کې هم د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د دې پېښو د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه تر اوسه رسمي جزييات نه دي خپاره شوي.

