د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې په خپره شوې څرګندونه کې ایران ته خبرداری ورکړی، چې د سختو بریدونو له ترسره کولو دې ډډه وکړي.
ټرمپ لیکلي: “ایران ویلي چې تر بل هر وخت به سخت بریدونه ترسره کړي، خو غوره ده دا کار و نه کړي.”
نوموړي ټینګار کړی، که ایران یاد ګواښ عملي کړي، امریکا به داسې ځواک وکاروي چې تر دې مخکې نه دی لیدل شوی. تر دې وړاندې د سپاه پاسداران ویلي وو، داسې بریدونه به پیل کړي چې د ایراني ځواکونو په تاریخ کې بېساري وي.

