هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د یوه لوی شریان په نوم یادېږي چې د نړۍ نږدې ۲۰ سلنه نفت له همدې لارې اروپایي، امریکایي او د اسیا بازارونو ته رسیږي. دا تنگی د فارس خلیج او عمان سمندر سره نښلوي او د ایران، عمان، او متحده عربي اماراتو ترمنځ پروت دی. هرمز د نړۍ یو له ننګونو سرمخ تنګیو څخه دی چې وخت ناوخت د شخړو، کشالو او د فشار اچولو یوه وسیله هم پاتې شوې ده. ددغه تنګي سم او ناسم وضعیت کولی شي چې د نفتي بازارونو ارزښت وټاکي. په لنډ ډول ویلی شو چې هرمز د نړۍ د نفتو د بیو په لوړوالي او ټیټوالي کې رغنده نقش لوبولی شي. دا چې پر هرمز تنګي د ایران سلطه یو څه زیاته ده، نو هر کله چې ایران د نړۍ له بندیزونو او نړیوالو ګواښونو سره مخ شوی، په ځواب کې یې ایران د هرمز تنګي د محدودولو او یا تړلو ګواښ کړی دی. دا تنګی نږدې ۵۰ کیلومتره پلنوالی لري، خو د تېرېدلو اصلي مسیر یې یوازې شاوخوا ۳ کیلومتره پراخوالی لري. هره ورځ د نړۍ نږدې ۲۰٪ نفت، چې له سعودي عربستان، ایران، عراق، متحده عرب اماراتو، کویټ او قطر څخه صادریږي، له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي.
د غرب او نړۍ لپاره هرمز ولې مهم دی؟
هرمز تنګی نه یوازې اروپایي هېوادونو، بلکې د سپیک هېوادونو او چین ته هم ډېر اړین دی؛ تر څو سر او کال خلاص واوسي. د هرمز تنګي له لارې د منځني ختیځ ټول نفت اروپایي هېوادونو ته تېریږي. یوازې د ایران، امریکا ـ اسراییل په تازه کړکېچ کې په اروپایي بازارونو کې د نفتو بیې دومره لوړې شوي چې په تېرو دریو کلونو کې نه وې لوړې شوې.
یو کال کې د دې تنگي څخه کابو د ۵۸۴میلیارده ډالرو د تېلو صادرات تېرېږي چې ډېری یې سعودي عربستان، عراق، ایران، کوېټ، او قطر صادروي. دا نفت او طبیعي گاز بیا اروپا، امریکا، او نورو صنعتي هېوادونو ته ځي. که دا لاره هرکله بندیږي، نو په نړیوالو بازارونو کې نفتو ته تقاضا ډېریږي، عرضه کمېږي او بیې په طبیعي ډول لوړیږي.
امریکا او اروپايي هېوادونه غواړي چې د نړۍ مهمې ترانزیتي لارې، لکه هرمز تنگی او نور، په یو نحوه خلاصې او خوندي پاتې شي. که ایران دا تنګی د سیاسي فشار په توگه وکاروي، نو دا به د لوېدیځو هېوادونو نفوذ ته گواښ وي. په دې وروستیو کې داسې ګوتځنډنې ولیدل شوې چې امریکا غواړي په زور او فشار سره له هرمز تنګي د ایران فشار او سلطه لېرې کړي.
پر افغانستان د هرمز تنګي ناوړه اغېزې
افغانستان هم د نفتو له اړخه یو سرشاره هېواد دی، ګڼې نفتي منابع لري؛ خو بدبختانه لا یې په قانوني استخراج نه دی توانېدلی. په همدې دلیل له نفتي اړخه افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر نفتو تکیه کړې ده او تر ډېره هېواد دننه نفتي اړتیا له وارداتي اړخه پوره کیږي.
د هرمز تنګي تړل کېدل نه یوازې افغانستان بلکې د منځنۍ اسیا ګڼ هېوادونه تنګلاسي کولی شي. د هرمز تنګي تړلتیا له څو اړخه افغانستان اغېزمنولی شي. د تېلو او غازو د لوړښت لامل کېدای شي. که هرمز تړل کیږي نو په نړیواله کچه نفت کمېږي، نفتو ته اړتیا ډېرېږي او افغانستان له وارداتي اړخه زیانمنیږي. دا چاره به مستقیماً د افغانستان د ترانسپورت، تولید، برېښنا، او خوراکي توکو قیمتونه لوړ کړي. د ایران او امریکا له کړکېچ او هرمز تنګي کې له اړودوړ وروسته دا دی په څو ورځو کې د افغانستان په نفتي بازارونو کې توپیر لیدل کیږي. افغانستان ډېری واردات د سمندري بندرونو (لکه بندرعباس، کراچۍ، او چابهار) له لارې کوي. که د هرمز تنگی تړل کېږي، د دې بندرونو له لارې سوداگري هم اغېزمنېږي، ځکه چې د نړیوالې کارگو لګښتونه به هم لوړ شي. دا به د افغانستان پر وارداتي اقتصاد هم فشار زیات کړي. د هرمز تنګي له تړل کېدو سره د افغانستان هغه پروژې هم تر اغېز لاندې راتللی شي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لوري جنوبي اسیا ته لېږدول کیږي او د افغانستان له خاورې تېريږي.
پر هرمز تنګي د ایران د تسلط کچه
د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې په ۱۹۸۲ کال کې د سمندري قانون کنوانسیون رامنځته شو چې په هغه کې د سمندري لارو ځینې قوانین وضع شول. د نړیوالو قوانینو پر بنسټ هغه تنګي چې د نړیوالو سمندري مسیرونو ترمنځ نښلونکی حیثیت لري، نړیوال تنګي بلل کېږي. د دغه کنوانسیون له مخې، ټولو بېړیو ته د آزاد عبور حق تضمین شوی دی او هېڅ هېواد نشي کولای دا ډول تنګي د نورو هېوادونو پر مخ بند کړي. که څه هم په رسمي ډول ایران ددې کنوانسیون غړی هېواد نه دی، خو دغه قوانین یو عرف ګرځېدلی. په تېرو څو لسیزو کې ایران بار بار هڅه کړې چې هرمز تنګی وتړي. ۴ لسیزې وړاندې د ایران او عراق جګړه چې د (ټانکر وار) په نوم یادېده، ددې لارې د بندېدو هڅه وکړه؛ خو د امریکا د پوځي حضور د ګواښ په وړاندې تهران ونه شوای کولی چې دا لاره په مکمل ډول وتړي. په اوسني وخت کې د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ شخړې یو ځل بیا دا موضوع ګرمه کړې ده، په ځانګړي ډول پر ایران د اسرائیلو او امریکا بریدونو ایران یو ځل بیا د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی، تر څو د بریدونو په غچ کې یې د انتقام وسیله وګرځوي. د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه جنرال، سردار ابراهیم جابري هم ویلي چې د خلیج فارس څخه به حتی یو څاڅکی تېل هم ونه ایستل شي. نوموړي خبر داری ورکړی، که څوک هڅه وکړي چې د نفتکشونو له لارې تېل صادر کړي، نو دوی به د تېلو پایپلاینونه هم په نښه کړي. شفقنا د (آیل پرایس) په نوم په نفتي برخو کې د یوې خپرنیزې رسنۍ په قول لیکلي چې د هرمز له لارې د نفتي بېړیو کمښت په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې لوړې کړي دي. شفقنا د پنجشنبې پر ورځ ولیکل چې پر دې ورځ له منځنیو ۱۳۸ کښتیو یوازې دوو بېړیو تګ راتګ کړی دی. د هرمز تنګي د تړلو لپاره هیڅ رسمي اعلان نه دی شوی؛ مګر په سیمه کې چاپېریال د ډېرو ګواښونو له امله دومره خطرناک شوی چې کښتۍ تګ راتګ ته په اسانه زړه نه ښه کوي.
په لنډ ډول ویلی شو چې هرمز تنګی د نړیوالې انرژۍ د انتقال یوه مهم شریان دی. ددې شریان د بندولو اعلان او هڅه به لا ډېرې ستونزې وزېږوي. دا چې اوسمهال تهران د امریکا له خوا له بریدونو او ګڼو بندیزونو سره مخ دی، نو ایران هم پتېیلې چې د یوې سیاسي وسیلې په توګه د هرمز له تنګې ګټه واخلي. دا پرېکړه به اوسنۍ شخړه له نظامي اقتصادي ته سوق کړي او حتی ایران به د سیمې له هېوادونو سره هم پراقتصادي جګړه بوخت شي.
#امیدراډيو

