ډېر لوستل شوي

د سیاسي بدمعاشۍ منفي پایلې؛ امریکا ځان ته ټوله نړۍ دوښمنه کړې!

مالومیږي چې امریکا او اسرائیل د خپلو متفقینو په انسجام او په ایران کې د هغو اهدافو په بشپړ ترلاسه کولو کې پاتې راغلې چې غوښتل یې. د چارو شنونکي حتی انګېري چې دې جګړې ته تر امریکا، تهران لا ډېر چمتو و او داسې ځواک یې له ځانه وښود چې آن ایران په لسیزو کې نه و ننداره کړی. اروپا چې لسیزې لسیزې د امریکا تر څنګ ولاړه او په هره نړیواله پېښه، سوله او جګړه کې د امریکا مله وه، اوس ښکاري چې له امریکا سره په وروستي کړکېچ کې همغږې نه وه او یا حتی بیخي اروپا پوښتل شوې نه وه. داسې ښکاري چې امریکا اوس هغه پخواني متحدان له لاسه ورکړي چې همېشته به پر واشنګټن ورټول وو. په ځانګړي ډول ناټو او اروپایي هېوادونه چې د امریکا ځواک یې ورجوړاوه، خو په وروستیو کړکېچونو کې یې ترې لاره بېله کړې ده او حتی د امریکا وروستۍ سرغړونې یې غندلي هم دي. څه موده وړاندې د کاناډا لومړي وزیر د ګیلایې په توګه وویل، موږ په افغانستان کې د کندهار تر لرې کلیو او کوڅو له امریکایي ځواکونو سره ولاړو، خو دوی اوس موږ سره په اقتصادي تقابل کې دي او ښېګڼې مو په نشت حسابوي. امریکا یوازې له بهرني ملاتړ تشه او یوازې شوې نه ده، بلکې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره له دننه هم له ډېرو ننګونو او کلکو نیوکو سره مخ ده.

د ویتنام، عراق او افغانستان د جګړو سیاسي خاطرو/ تجربو د امریکا حقوق پوهان او د چارو څارونکي اندېښمن کړي چې ښایي هېواد یې یو ځل بیا په داسې ماجرا کې ولوېږي چې بیا به ترې ځان ایستل سخت تمام شي. ډونالډ ټرمپ چې له کومې ورځې د امریکا د بلې دورې ولسمشر شوی، له همغه وخت د کیڼ اړخو او حتی د خپل ګوند د غړو له نیوکو او نارضایتو سره مخ دی.

دې جګړې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دومره په ترهه کې اچولی چې له بېلابېلو سیمو څخه یې پادریان سپینې ماڼۍ ته د دوعا غونډې لپاره ور بللي دي. د چارو پوهان داسې هم انګېري چې ددې ډول جیوپولټیکو او اقتصادي جګړو تر شا ناست قماروهونکي د ولسونو په سترګو کې د شګو اچولو په پلمه دې ډول جګړو ته مذهبي رنګ هم ورکوي. که څه هم د ایران پر وړاندې دا جکړه له دوو استقامتونو(اوبو او هوا) پیل شوې، خو اوس درېیم غوراوی چې د ځمکې له لارې دې یرغل وشي، کاملا ناممکن ښکاریږي. تر دې دمخه د ایران پر وړاندې د ځمکنۍ جګړې اوازې هم په شد او مد سره خپرېدې، خو اوس ددې اوازو کوم څرک نه لیدل کیږي. دا بدلون ښيي چې د جګړې د پراخولو پرېکړه یوازې پوځي مسأله نه ده؛ بلکې د نړیوالو ائتلافونو، اقتصادي ګټو، سیمه‌ییزو توازنونو او کورنیو سیاسي فشارونو یوه ډېره پېچلې معادله ده. په دې جګړه کې امریکا کاملا یوازې شوې او ټول نړۍ پر دې اعتراف کوي چې ډونالډ ټرمپ یو ولسمشر نه، بلکې یو یاغي او بدمعاش شخص دی؛ هغه څه یې چې په خیال کې وروګرځي، د عملي کېدو لپاره یې لستوڼي رابډ وهي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې تازه لیکلي چې د نړۍ اکثره اقتصادي او صنعتي هېوادونو له امریکا مخ اړولی او دلیل یې دا دی چې صنعتي هېوادونه دا جګړه د یوه هېواد فرمایشي او ډيزاین شوې جګړه ویني او اقتصادي زیان ترې ټولې نړۍ ته یادوي.

یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي د تېرې دوشنبې په سهار واشنګټن پوسټ ته وویل چې تهران په پوره ځواک سره ځوابي او انتقامي بریدونه کوي او په نښه شویو ځایونو او د وسلو د استعمال اړوند غمژن یو.

امریکایي چارواکي پوښتنه کوي چې دوی هېڅ نه پوهیږي چې ایران کې د وسلو دا مهار چا سره دی او څومره وسلې لا نورې شته؟ همداراز پنټاګون یا د جنګ اوسني وزارت کارکوونکو هم ډونالډ ټرمپ ته له ایران سره د شخړو اوږدېدو اړوند خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

ددې کړکېچ یو پټ خو ډېر مهم اړخ اقتصادي ښکاري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپل اېکس د امریکایي سناتور ګراهام هغه ویډیو خپره کړې چې پکې وایي: “وینزویلا او ایران د نړۍ د تېلو ۳۱ سلنه زیرمې لري او موږ به یې شریکې کړو.” همداشان یوه بله اندېښنه چې امریکا کې مطرح شوې، د مهماتو او وسلو پر اکمالاتي زنځیر فشار دی. د امریکا متحده ایالاتو او اسراییلو لخوا د ایراني بریدونو د مخنیوي لپاره د سیمه ییزو شریکانو سره یوځای د تهاجمي عملیاتو کچې ته په پام سره، د کارول شویو مهماتو لګښت پر اکمالاتي زنځیرونو باندې د پام وړ فشار راوړی دی. د دې وسلو زېرمې او بیا رغونه نه یوازې یوه مالي ننګونه ده، بلکې د مهمو منرالونو، لکه کوبالټ، ټنګسټن او نادره ځمکني عناصرو، چې د لارښوونې سیسټمونو، الکترونیکي او توغندیو انجنونو لپاره اړین دي، بیا موندنه هم ګرانه کړې ده. ډېری دا مواد د محدود عرضه کونکو هېوادونو څخه راځي او چین په څو مهمو منرالي بازارونو تسلط لري، چې په متحده ایالاتو کې یې اندیښنې راپورته کړي.

تازه د امریکا پنټاګون راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د جنګ د لومړیو دوو ورځو په لړ کې یې شاوخوا ۵.۶ میلیارده ډالر وسلې او مهمات مصرف کړي دي. د معلوماتو له مخې، دې راپور د امریکا په کانګرېس کې اندېښنې راپورته کړې او قانون جوړونکو نيوکه کړې، چې امريکا څومره ژر خپلې محدودې او پرمختللې وسلې مصرف کړې. «واشنګټن پوسټ» په خپل راپور کې ويلي، چې يو شمېر سناتورانو د ټرمپ او دفاعي چارو چارواکو د مالي او ستراتيژيکو لګښتونو په تړاو کلکې نيوکې کړې دي.

د ایران د ځوابي بریدونو په تړاو، د پاین انسټیټیوټ شنونکي اټکل کوي چې ایران په ټوله سیمه کې له ۱۰۰۰ څخه ډیرې وسلې هم توغولي دي، چې پکې شاوخوا ۳۸۰ بالستیک توغندي، شاوخوا ۷۰۰ د څارنې ډرونونه، او نږدې ۵۰ د هوايي دفاع توغندي شامل دي چې په عین حال کې د تهران د تسلیحاتي ځواک پیاوړتیا ښکاره کوي.

په لنډ ډول ویل کېدای شي چې د امریکا ـ اسراییلو او ایران شخړې او تېري پایلې هغه ډول نه تر سترګو کیږي، د کومو هیله چې امریکا او اسراییلو لرله. امریکا کې په کوردننه ګڼ کسان له ډونالډ ټرمپ سره په دې ډول خپلسریو تېرو کې اوږه نه ورکوي او په لوی لاس امریکا د نورو په جګړو کې اشربڼه ګڼي. واشنګټن پوسټ مني چې د امریکا تېري د ایران د سر سړي له منځه وړي، نظامي او تسلیحاتي زېربناوې یې ور ویجاړي کړي، خو د ایران د حکومت بدلون او تسخیر لا هم محال او خیال دی. واشنګټن پوسټ، لیکي چې پراخ پوځي عملیات تر اوسه پورې په ایران کې د قدرت ګواښلو کې پاتې راغلي دي. له بل لوري ایراني چارواکو هم ویلي چې، جګړه امریکا پیل کړې، خو د پای ته رسولو پرېکړه به ایران کوي.

اړوند خبرونه