د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم له خوا کېدونکي بریدونه د ملګرو ملتونود منشور د دویمې مادې او د نافذو دودیزو او نړیوالو قوانینو سره په بشپړ ټکر کې بللي دي. ددغه سازمان د منشور په دویمه ماده کې د ځواک کارونه په کلکه منع شوې. دې کارپوهانو زیاته کړې چې پاکستان هغه وخت د ځواک د کارونې او ځاني دفاع حق درلود چې لومړی پرې د افغانستان لخوا برید شوی وای. د جرمونو نړیوالې محکمې هم هغه استدلال رد کړی چې وايي په یو هېواد کې د ترهګرو ډلو موجودیت له امله بل هېواد کولی شي پر هغه هېواد برید وکړي. د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي: « د زور غیرقانوني کارول په دې مانا دي چې پاکستان په دې بریدونو کې د وژل شویو ټولو کسانو د ژوند کولو بشري حق تر پښو لاندې کړی. ځینې بریدونه چې د ملکي تلفاتو لامل کېږي، ممکن له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه هم وګڼل شي.» د ملګرو ملتونو یادو کارپوهانو دا هم ویلي چې د پاکستان له خوا تر اوسه داسې کره شواهد نه دي وړاندی شوي چې وښيي په خاوره کې یې بریدونه د افغان حکومت په لارښوونه ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان په دې ټینګار کوي چې هر هېواد د وسلهوالو له ګواښ څخه د خپلو خلکو د خوندیتوب حق لري، خو دا هر څه باید د نړیوالو قوانینو سره سم ترسره شي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا دا بحث داسې مهال شوی چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشې په خپلو بریدونو کې په بیا بیا افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي او عامه تاسیسات په نښه کوي. په کابل کې د روږدو د درملنی پر روغتون او د راستنوشویو کډوالو پر خېمو د پاکستان پوځي رژیم برید یې یوه څرګنده بېلګه ده. په دې برید کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له ۴۰۰ زیات کسان شهیدان او شواخوا ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د روږدو پر روغتون دا برید په کلکو ټکو غندلی او هغه يې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې له دواړو هېوادونو غوښتي چې اوربند نوی کړي او په خپلو کې د سولې موافقه وکړي. د دوی په خبره، هغه کړکېچونه چې نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کوي، باید په سوله ییز ډول حل شي. دوی دا هم ویلي چې له افغان حکومت او پاکستان دواړو سره د دې مسایلو په تړاو په تماس کې دي. تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له پوځي رژیم د شوي برید په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې او وايي، دوی باید وضاحت ورکړي چې دا برید یې د کومو معلوماتو پر بنسټ کړی؟
نړۍ پردې حقیقت پوهه ده چې افغان حکومت هېڅکله هم د ملکیانو پر وړاندې اقدام نه دی پورته کړی، یوازې یې د خپلې خاورې د دفاع په موخه نظامي تاسیسات او پوستې په نښه کړي دي؛ خو برعکس د جګړې د پیل له ورځې پاکستاني رژیم د ملکیانو پر وژنې او د ملکي تاسیساتو پر بمبارونې پیل کړی دی. د پاکستان له خوا د اوربند له تړونه سرغړونې، بمباریو او ړندو مرمیو ورېدو له کبله د افغانستان په هغه ولایتونو کې چې فرضي کرښې ته څېرمه پراته دي، یو شمېر اقتصادي، ټولنیز او ښوونیز کړکېچونه هم ایجاد شوي دي. فرضي کرښې ته د څېرمو کلیو او ولسوالیو خلکو له خپلو مېنو کډې کړي، کښتونه او استوګنیز ځایونه یې له منځه تللي او ماشومان یې له ښوونځیو بې برخې شوي دي. همدارنګه په دې ولسوالیو او کلیو کې بشري او اقتصادي فعالیتونه هم په ټپه ولاړ دي او د همدې سیمو وګړي په نامساعدو شرایطو کې د نامالوم راتلونکې تر خپسې لاندې ژوند تېروي.
په همدې بنسټ، د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې دواړه خواوې دې د بشري حقونو او بشردوستانه نړیوالو قوانینو درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي، روغتیایي مرکزونه او بازارونه دې له بریدونو خوندي شي. ځمکنی حقیقت دا دی چې پر افغان خاورې له تېري او د افغانستان لخوا د (ردالظلم) عملیاتو له پیل راهیسې د افغان ځواکونو په دفاعي او غچ اخیستونکو عملیاتو کې هېڅ پاکستانی وګړی نه دی وژل او نه هم د خلکو پر کورونو د ړندو توپونو ډزې شوي دي. دا پاکستان دی چې آن د اختر په شپو ورځو کې یې هم د کونړیانو اختر په غم بدل کړ او په لسګونو توغندي یې پر کورونو وشړل شول.
پاکستانی رژیم سهوا نه، بلکي عمدا ملکي وګړي په نښه کوي. دوی حتی د هغه افغان کډوالو مېشتغالي او خېمې هم په نښه کړې چې د پاکستاني رژیم له لوري تر ظلم او زبېښاک لاندې وو او تازه یې خپل هېواد ته کډې راوړې وې. وړمه ورځ د کونړ په بېلابېلو سیمو د پاکستاني رژیم له لوري په توغول شویو توپونو کې لسو تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د نورستان ولایت د برګمټال او کامدېش عمومي لاره چې دا دوه ولسوالۍ له کونړ سره نښلوي لا هم د نښتو له وېرې تړلې ده او د سیمې خلک یې د خوراکي موادو له کمښت او رواني امنیت له ګواښ سره مخ کړي دي.
داسې ښکاري چې پاکستان یو ځل بیا له غربي او امریکایي بادارانو پروژه اخیستې او په سیمه کې بل شوي اور ته پوکي ورکوي. پاکستان چې د ایجاد له لومړۍ ورځې د غرب، برېتانیایې او امریکا د ګټو او نفوذ ساتنې په پار رامنځته شوی، مجبور دی چې د خپلې بقا او نجات لپاره د سیند ځګ ته هم لاس واچوي او په دې سره یې خپلو ولسونو او هم افغانانو ته ستونزې جوړې کړې دي.
#امیدراډيو

