ډېر لوستل شوي

“ترکیه د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ په تخنیکي او بشري برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي”

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رییس، ملا نورالدین ترابي د ترکیې له سفیر «سادین آیلدیز» او مل پلاوي سره سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې ښاغلي ترابي ویلي چې د ترکیې خیریه بنسټونو مخکې هم له افغانانو سره مرستې کړې، او غوښتنه یې کړې چې د هېواد د طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مخ کېدو له امله اړتیا ده چې دغه همکارۍ لا پراخې شي.
د خبرپاڼې له مخې، ملا نورالدین ترابي د وروستیو جګړو له امله د بې‌ځایه شویو وضعیت ته په اشارې ویلي چې دا اداره په ختیځ زون کې هغوی ته د رسېدنې مسوولیت لري او د هغوی د سروې بهیر پيل شوی دی.
بلخوا د ترکیې سفیر، سادین آیلدیز د دواړو هېوادونو پر د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د افغانستان د خلکو ملاتړ یې د ترکیې پالیسي بللې ده.
چې د ترکیې پالیسي دا ده چې د افغانستان له خلکو سره ولاړ وي او د هغوی د هوساینې لپاره مرسته وکړي.
نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړی چې ترکیه د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ په تخنیکي او بشري برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي او د دوی تخنیکي همکاري به اوږدمهاله اغېز ولري.

اړوند خبرونه